Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير نور محمد ثاقب،چې خپله هم د حج فريضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللی دی وايي، سعودي عریستانکې ټولو افغان حاجيانو ته د اړتیا وړ ټول امکانات او اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ثاقب وايي،ځانګړي کميټه لري او له همدې لارې پر افغان حاجیانو څار او د هغوی ستونزو ته رسېدنه کوي.
هغه زیاته کړه:«افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې نیول شوي دي. د ترانسپورټ چمتوالی هم نیول شوی دی. د تغذیې ترتیب یې هم ښه دی. په هره برخه کې موظفین په ډېر اخلاص سره چوپړ کوي. الحمد الله موږ له هغوی باوري یو. څار یې هم کوو. پام مو ورته دی. زه له ټولو کمېټو سره په اړیکه کې یم. وخت پر وخت د دوی مالومات کوو،چې څه ستونزه خو به نه وي. الحمد الله چمتوالی ډېر ښه نیول شوی دی.»
اخوا د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د حج په مراسمو کې د افغان حاجيانو کوچنيو ستونزو شتون مني،خو وايي، دوی د يوې مياشتۍ په لړ کې له سعودي عربستان سره د حاجیانو د شمير او دوی ته د امکاناتو برابرولو اړيکه تنظیم کړې.
مجاهد زیاته کړه:« د حج او اوقافو وزارت سږ کال ډېر کم وخت یعنې یوه میاشت درلوده،چې اړیکې یې جوړې کړې، غوښتنې او ټول مسایل مطرح شول. په راتلوونکو کالونو کې ښايي پر دې فکر وشي. د سعودي عربستان له چارواکو سره به هم خبرې وشي او د افغانانو لپاره به امتیازات ترې وغوښتل شي. دغه راز حاجیانو ته به اسانتیاوې برابرې شي.»
ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د حج مراسمو ته د يوې اسلامي فريضې په سترګه ګوري او نه غواړي، له دغو مناسکو سره سیاسي چلن وشي.
هغه زیاته کړه:« زه ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوم،چې اسلامي امارت به په ټولو عبادتي امورو کې او په ځانګړي ډول د حج فرضیې اداء کولو په کار کې له هر څه زیاته پاملرنه کوي او ډېر لوی ارزښت ورکوي. له دې سره یوه د عبادت په توګه چلن کوي. له دې سره سیاسي چلن نه کوي. هڅه کوي، چې د افغان حاجیانو ښه خدمت وشي او ښه زمینه ورته برابره شي.»
د ويلو ده،چې تير دوه کلونه د کورونا وبا له امله د حج مراسم ځنډول شوي وو.
هر کال له اسلامې نړۍ میلیونونه مسلمانان د حج فريضې اداکولو لپاره سعودي عربستان ته ځي،چې سږکال له افغانستانه څه باندې۱۳ نيم زره حاجيان سعودي ته تللي دي.