Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په افغانستان کې د تېلو بیې په بې مخینې توګه لوړې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/06

په لومړي ځل په افغانستان کې د تیلو بیې په بې مخینې توګه لوړې شوي،چې خلک او  موټر چلوونکي ترې شکایت لري .

په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د یو لیټر دیزلو بیه نږدې ۱۳۰ افغانیو ته لوړه شوې،چې له امله یې یا خلکو موټر درولي او یاهم موټر چلوونکو کرایه لوړه کړې ده. 

په دې تړاو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده،چې د تېلو بیې د راکمولو لپاره به جدي اقدام وکړي.

له یاد معاونیت څخه په‌خپره شو خبرپاڼه کې خبر ورکړی،چې ځینې داخلي کړۍ د تېلو د بیې په لوړوالي کې لاس لري او هڅې روانې دي،چې دغه کړۍ کشف او قانوني چلن به ورسره وشي. 

د خبرپاڼې یوه برخه:« د تېلو نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري. معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص څاري، څوک چې د دې عمل مرتکب کيږي. د ادعاوو د ثبوت په صورت کې به له عاملینو سره سخت قانوني چلن وشي  او د تېلو تجارتي جواز په اړه به یې جدي غور وشي.» 

په ورته وخت د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند بیا وايي،درې سترو لاملونو په افغانستان کې د تیلو بیه لوړه کړې،دهغو بې کیفیته تېلو پر واردولو بندیز،چې له ایران نه راتلل ، په نړیوالو بازارنو کې د تېلو بیې لوړوالی او په ترکمنستان  د افغانستان په نوم تیل اخیستل کیږي،چې یا اروپا ته انتقالیږي .

مومند وايي، داهغه مسایل دي،چې په افغانستان کې  یې د تېلو بیې لوړې کړي دي. 

هغه زیاته کړه:« یو داسې دی،چې د تیلو نړیوالې بیې لوړوالی دی او بل دا چې هغه تیل چې پخوا له ایرانه افغانستان ته راتلل، د افغانستان له سټنډرد سره برابر نه ول، اوس دغه تیل بند شوي دي،چې ورسره بازارونو کې تقاضاء لوړه شوې ده،یو بل دلیل یې هم دادی،چې په ترکمنستان کې د افغانستان په نوم تیل اخېستل کیږي،خو بیا دغه تیل اروپا ته وړل کیږي،چې زموږ لپاره یې زیات توان کړی دی.»

خو د راپورونو پر اساس  د تېلو په نړیوال بازار کې د تېلو بیه یوه اندازه راکمه شوې،خو لاهم په افغانستان کې یې قیمت پورته روان دی.

د تېلو د پلور په نړیوال بازار کې د یوه بیلر تېلو په قیمت کې  له لسو تر دریالس ډالره کمښت راغلی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist