Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګوالو په یوې غونډه کې ویلي، افغان وګړو ته د وېزو ورکړې په برخه کې هېڅ ډول خنډونه نه دي ایجاد شوي.

ایراني رسنیو د نوموړي له قوله ویلي، هڅه کېږي د روغتیا او سیلانیانو لپاره د وېزو د ورکړې برخه کې اسانتیاوې رامنځته او په دې برخو کې مشخص سیسټمونه او روښانه کړنلارې جوړې شي، ترڅو متقاضیان وکولی شي په اسانه توګه ایران ته قانوني سفر وکړي.

عراقچي ویلي: « له ګاونډیو سره په سرحدي سیمو کې ډېری پېښېدونکې ستونزې له ځنډ پرته په ولایتي کچه حلېدای شي. دا اړینه نه ده چې له ګاونډیو سره د بحث هره راپورته شوې مسئله د هېوادونو مرکزي حکومتونو ته راجع شي.»

نوموړي همداراز د رضوي خراسان ولایت له چارواکو غوښتي چې له افغانستان، پاکستان او ترکمنستان سره د سوداګرۍ، تګ راتګ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپل موجوده صلاحیتونه وکاروي.

د چارو شنونکي وايي، زموږ هر گاونډی چې افغاني محصولاتو او افغان سوداګرو لپاره د تګ راتګ فرصتونه ایجادوي، د وېزو او نور خدماتو په برخه کې سهولتونه رامنځته کوي، پرته له شکه د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز لري. دوی ټینګار کوي چې دا ډول اړیکې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې دوام وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « دوی کولی شي د نورو کارګرانو د استخدام، پانګونې او د پانګې د جذب په برخه کې لازم امکانات او فرصتونه رامنځته کړي. باید ووایم، هر هغه سهولت چې کولی شي د افغانستان تجارت او خلکو لپاره فرصتونه برابر کړي، د افغانستان پر تجارت او تجارتي اړیکو فوق العاده تأثیر لري او کېدای شي اقتصادي وضعیت ورسره تغییر وکړي.»

له ایران سره د افغانستان اوسنۍ سوداګري او اقتصادي اړیکې پراخه شوې مګر په سیاسي سټېج کې لا هم ایران هغه ګام نه دی اخستی چې کابل یې له تهران څخه تمه لري.

د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي د ایراني چارواکو په دې ډول څرکندونو بې باوره دي او ټینګار کوي چې که دا هېواد خپلو خبرو کې ریښتینی وي، نو افغان حکومت باید په رسیمت وپېژني او په دې هېواد کې له مېشتو کډوالو سره خپل چلن بدل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پر دغو هېوادونو باور کول یوه تېروتنه ده، ځکه چې دوی افغانستان لا په رسمیت نه دی پېژندلی او زموږ له مهاجرینو سره ډېر ناړه چلن کوي. د دغو هېوادونو په خبرو هغه وخت اعتماد په کار دی چې افغانستان په رسمیت وپېژني او ډېپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي دا هم ویلي  چې د خراسان رضوي ولایت استازولي به یې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو رغولو کې  مرسته وکړي، ترڅو بهرني سیاسي ظرفیتونه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ، سیلانیانو او لاسي صنایعو د بازار پراختیا لپاره وکارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

امریکا ته د متقي بلنه: کابل کې خپل سفارت پرانیزئ او کانونو کې پانګونه وکړئ

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د زمري ۲۴ مې په مناسبت پيغام کې افغانان یووالي او عدالت پلي کولو ته را بللي

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې
افغانستان

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

اگست 17, 2026
کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې
افغانستان

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026

وروستي خبرونه

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

امریکا ته د متقي بلنه: کابل کې خپل سفارت پرانیزئ او کانونو کې پانګونه وکړئ

اگست 17, 2026
عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر د زمري ۲۴ مې په مناسبت پيغام کې افغانان یووالي او عدالت پلي کولو ته را بللي

اگست 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist