Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر د زمري ۲۴ مې په مناسبت پيغام کې افغانان یووالي او عدالت پلي کولو ته را بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

د اسلامي امارت زعیم، شیخ هبة الله اخندزاده، د زمري ۲۴ مې یا د اسلامي امارت د بیا ځل واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت پیغام کې د افغانانو پر یووالي او د چارواکو له خوا د عدالت پر پلي کولو ټينګار کړی.

هبة الله اخندزاده د حکومت په ټولو چارو کې د شریعت تنفیذ او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تطبیق، د اسلامي نظام د پایښت لپاره کلیدي مسایل یاد کړي او له ټولو حکومتي ادارو یې غوښتي چې د اسلامي اصولو پر بنسټ له خلکو سره چلن وکړي.

د اسلامي امارت رهبر ویلي: « که چېرې له خلکو سره عدالت وشي، حق حقدار ته وسپارل شي او له ظالم څخه د مظلوم حق واخستل شي، بیا به هېڅوک د دې نظام په مقابل کې ونه درېږی.»

د اسلامي امارت رهبر پر چارواکو او رعیت د شریعت تطبیق ته په اشارې ویلي، پر شریعت لومړی خپل ځان او بیا تاسې مکلف ګڼم او  د هغو خلکو اطاعت او غوښتنو  ته غاړه نه شم اېښودلی چې له شرعي اصولو سره خلاف وي.

د نوموړي په خبره، اسلامي امارت یوازینی نظام دی چې د افغانستان پر ټوله جغرافیه تر یو قیادت لاندې حکومت کوي.

شیخ هبة الله اخندزاده په دې اړه ویلي: « هغه څه چې تاسو ته یې وایم، اول یې زه په ځان کې راولم او بیا یې پر تاسو عملي کوم. زه هم د دې شریعت تابع او تاسو هم د خدای تعالی تابع یاست. که موږ دغه امن او سلامتیا ساتل غواړو، ټول به د الله په رسۍ لاسونه ټینګوو.»

د اسلامي امارت رهبر د فتحې ورځې نمانځنې لپاره  ځانګړې شوې۵۰۰ میلیون افغانیو کې د سپما ټينګار کړی او له خپلو مسوولینو یې غوښتني چې په دې پیسو کې له اصراف ډډه وکړي.

هغه یو ځل بیا د اسلامي امارت له ټولو چارواکو غوښتي چې بې اطاعتي او خپلسري ونه کړي او هېواد  له احتمالي بې ثباتیو وساتي او دغه راز اقتصادي برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه تقویه کړي.

د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې: « د خپل آمر اطاعت کوئ او له بې اطاعتۍ او خود سرۍ ډډه وکړئ. که مو بې اطاعتي وکړه، په هغه ورځ به دا امن له منځه ځي او بیا به موازي حکومتونه پیدا کېږي.»

 د اسلامي امارت رهبر خپل ټول فرمانونه پر دوه مسایلو، د الله (ج)  ته عبادت  او د خلکو سره ښه چلن کولو ته  مشتمل بللي او زیاته کړې یې ده چې مسوولو چارواکو د اسد ۲۴ مه د خپلواکۍ ورځې په نوم وړاندیز کړې وه، خو په خبره یې، دا ورځ یې  په یوم الفتح ونوموله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist