Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د چین ۲۰۰ ټنه نوره مرسته به هم ډېر ژر هېواد ته راورسېږي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/06

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو او پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال غلام غوث ناصري، له کابل سره د بیجینګ د اته میلیونو ډالرو په ارزښت د خوارکي توکو د تسلیمۍ سند لاسلیک کړ. 

دا د هغو مرستو د تسلیمۍ تړون دی،چې په اوو پړاونو کې له وړاندې افغانستان ته رسیدلې ده.

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال وایې،د هېواد په ۳۴  ولایتونو کې یې یاده مرسته اړمنو کسانو  ته رسولې ده.

اخوا په کابل کې د چین سفیر وانګ یو بیا وایي، نږدې ورځو کې به د دوی له لورې ۲۰۰سوه ټنه نوره مرسته هم راورسیږي.

وانګ زیاته کړه:« له تیرو څو ورځو راهیسې د چین دولت چارواکي کار کوي،تر څو د افغانستان لپاره په زیاته کچه بشردوستانه مرستې  چمتو کړي. تر دې دمه له ۳۲۰ ټنه زیات توکي د ۸ ملکي او پوځي الوتکو له خوا رالیږل شوي دي او ۲۰۰ ټنه نور توکې به په راتلونکو څو ورځو کې د څو چارتر شویو الوتکو په مرسته راولیږل شي.» 

وانګ یو د اوسني بد وضعیت پړه د  امریکا پر متحده ایالتو واچوله، چې اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلي ورکوي، خو د افغانانو پیسې نه ورکوي.

هغه زیاته کړه:«د تیر کال سیاسي بدلون وروسته چین زیاتې هڅې کړي دي،چې له افغانستان سره د ستونزو پر وخت مرسته وکړي او په اقتصادي برخه کې بیا رغونه وکړي. د دی بر خلاف د امریکا متحده ایالتو په افغانستان کې د افغانانو لپاره مصیبتونه راوړي او د دوی غیر مسوولانه وتلو د افغانستان لپاره ستونزې لا زیاتې کړې.  د امریکا متحده ایالتو نه یوازې اوسني مصیبتونه نه مني،بلکې د افغانستان خپلې پیسې هم نه ورکوي،چي دې وضعیت لا خراب کړی دی. امریکا متحده ایالت اوکراین ته د ۴۳ میارده ډالرو په ارزښت وسلې ورکړې دي، خو هیڅ اراده نه لرې،چې د افغانانو حیاتي پیسې ورکړي.» 

د مصر سرې میاشتې، ټولنې، چې تازه یې افغانستان ته مرسته راوړې، ژمنه کړې، چې مرستې به یې دوام وکړي.

د مصر د سرې میاشتې ټولنې استازی  وايي:« موږ د مصر سرې میاشتې ټولنې څخه راغلی یو. دلته د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره ګورو. موږ دلته د ملاتړ لپاره یو، د مصر سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو او رضاکارانو له خوا مو همدا پیغام راوړی دی. موږ دلته ګډ کار همغږی کوو،مرسته مو وکړه او تېره ورځ مو ووېشله. دا لومړی ګام دی او موږ به مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړو.» 

افغانستان کې له وروستیو زلزله ځپلو سره په میلیونونه ډالر مرستې اعلان شوې، خو لاهم په سیمه کې اغیز هغه ډول چې په کار دی نه لیدل کیږي،د ځایي خلکو په وینا،چې ځینې سیمې چې زلزلې ځپلي، آن خلک ترې خبر نه لري او نه هم مرستې ورسیدلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist