د سویل ختیځ زون د پولیسو له زورنیز مرکزه د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۳ مه» ۴۰۰ پولیس له شپږ اوونۍ نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.
د یاد مرکز مشر عبدالوکیل مدني وايي، نوي فارع شوي پولیس به پکتیا ، پکتیکا ، خوست او لوګر ولایتونو کې پر دندو وګومارل شي.
مدني له له پولیسو غوښتنه وکړه،چې د دندو پر مهال دې له ترلاسه شویو زده کړو ګټه پورته کړي او له خلکو سره دې ښه چلن وکړي.
مدني زیاته کړه:« خدای دې نه کړي،که چیرته له ولس سره ستاسو چلن غیر شرعي او غیر اصولي وو، د هغوی اه او فریاد د ټول نظام د سقوط لامل ګرځیدلی شي. نو هېله مو دا ده،چې ښه چلن وکړئ.»
د هېواد د سترې محکمې د دارالافتاء مشر عزیزالله مزاري له تازه فارغ شویو پولیسو وغوښتل،چې پر بېلابېلو نومومونو دې د شته وسله والو پر وړاندې پریکنده عمل وکړي او هغوی دې ووژني.
مزاري زیاته کړه:«هر څوک چې وسله واله مبارزه کوي،دوی خوارج دي،که په هر نوم وي،که د داعش ، مقاومت او جبهې تر نومونو لاندې وي،دا خوارج دي واجب القتل دي او پر وړاندې جنګ یې غوره جهاد دی.»
اخوا تازه فارغ شوي پولیس سرتیري بیا وایي،شپږو اونیو کې یې اړینې نظامي زده کړې تر لاسه کړي او د دندو پر مهال به ترې ګټه پورته کړي.