Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکزه ۴۰۰ پولیس فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/05

د سویل ختیځ زون د پولیسو له زورنیز مرکزه د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۳ مه» ۴۰۰ پولیس له  شپږ اوونۍ نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

د یاد مرکز  مشر عبدالوکیل مدني وايي، نوي فارع شوي پولیس به  پکتیا ، پکتیکا ، خوست او لوګر ولایتونو کې پر دندو وګومارل شي.

مدني له له پولیسو غوښتنه وکړه،چې د دندو پر مهال دې له ترلاسه شویو زده کړو ګټه پورته کړي او له خلکو سره دې ښه چلن وکړي.

مدني زیاته کړه:« خدای دې نه کړي،که چیرته له ولس سره ستاسو چلن غیر شرعي او غیر اصولي وو، د هغوی اه او فریاد د ټول نظام د سقوط لامل ګرځیدلی شي. نو هېله  مو دا ده،چې ښه چلن وکړئ.» 

د هېواد د سترې محکمې د دارالافتاء مشر عزیزالله مزاري له تازه فارغ شویو پولیسو وغوښتل،چې پر بېلابېلو نومومونو دې د شته وسله والو پر وړاندې پریکنده عمل وکړي او هغوی دې ووژني.

مزاري زیاته کړه:«هر څوک چې وسله واله مبارزه کوي،دوی خوارج دي،که په هر نوم وي،که د داعش ، مقاومت او جبهې تر نومونو لاندې وي،دا خوارج دي واجب القتل دي او پر وړاندې جنګ یې  غوره  جهاد دی.» 

اخوا تازه فارغ شوي پولیس سرتیري بیا وایي،شپږو اونیو کې یې اړینې نظامي زده کړې تر لاسه کړي او د دندو پر مهال به ترې ګټه پورته کړي. 

د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکزه یو تن فارغ شوی سرتیری وايي:«موږ د دې لپاره روزل شوي یو،چې خلکو ته خدمت وکړو. د اسلامي امارت اصول عملي کړو او د خپلو امرینو امر پر ځای کړو، له خلکو سره ښه چلند وکړو،ترڅو زموږ ملګري شي.» 

د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکزه یو تن فارغ شوی سرتیری وايي:« ان شاء الله موږ خپل ولس ته ډاډ ورکوو،خپلو مشرانو ته ډاډ ورکوو،چې موږ دلته ډېر څه زده کړي او د دندو پر مهال به ترې ګټه پورته کوو.» 

د سویل ختیځ زون د پولیسو له دغه زورنیز مرکزه تیرو اتو میاشتو کې شااوخوا دوه زره پولیس له شپږ اونیو زده کړو فارغ شوي او دا مهال پکتیا،پکتیکا ، خوست او لوګر ولایتونو کې پر دندو بوخت دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist