Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/12

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ آب پران سیمې اوسېدونکي د ژوند د لومړنیو امکاناتو نه لرلو له امله شکایت کوي او وايي، که څه هم دا سیمه له کابل سره نښتې ده او پلازمېنې ته نږدې شاوخوا ۱۵ کیلو مټرۍ کې پرته ده، خو خلک یې لاهم د ژوند لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

د دې سیمې اوسېدونکي ویجاړ سړکونه، د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي نه لر، د روغتیايي مرکزونولرې والی، د ښونځیو لپاره د ودانیو نه لرل او د مخابراتي شبکو کمزورتیا هغه ستونزې بولي چې د دوی ورځنی ژوند يي له  ننګونو سره مخ کړی.

دوی له حکومت او  اړوندو ادارو غواړي چې په یادو برخو کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سیمې اوسېدونکی اینځیرګل وايي: « زموږ لویه ستونزه د څښاک اوبه دي. موږ  اوبه له لرې ځایه راوړو او دلته شته اوبه د څښاک نه دي. همدارنګه، زموږ له سیمې کلینیک ډېر لرې دی او مخابراتي شبکې سم کار نه کوي. موږ د اړیکو نیولو لپاره لوړو ځایونو ته خېژو. له حکومت هیله لرو زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي.»

ځايي خلک بیا وايي، که څه هم د آبي شبکو، مخابراتي سیسټمونو او  سړکونو په برخه کې یو شمېر سروې ګانې ترسره شوې دي، خو عملي چارې يي لاهم نه دي پیل شوې.

د سیمې اوسېدونکی لعل محمد وايي: « زموږ لارې دومره خرابې دي چې په ځینو ځایونو کې موټر ټېله کوو، کنه نه شي تللی. دلته نږدې هېڅ روغتیايي مرکز نه شته، ناروغان ډېرو لرې ځایونو ته وړو. همدارنګه زموږ د سیمې اوبه تروې او د څښلو نه دي. له حکومت د لارو، کلینیکونو، ښوونځیو او څښاک اوبو د جوړولو غوښتنه کوو.»

د محمداغې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي په یادو برخو کې د خلکو ستونزې مني او زیاتوي چې د دې سیمو د خلکو  یادې ستونزې یې تر لوړو پوړو چارواکو او اړوند ادارو رسولې دي چې د امکان تر حده به ورته رسېدنه وشي.

د محمداغې ولسوال دیدان صابر وايي: « موږ د هغو ستونزو په اړه د ولس غوښتنې اورېدلې او تر مشرانو مو رسولې دي چې دوی وسره لاس په ګرېوان دي. مشرانو ډاډ راکړی چې دا ستونزې به هوارېږي. دا یو حقیقت دی چې محمداغې کې د اوبو سطحه ډېره ښکته تللې او ولس له ستونزو سره مخ دی. موږ د کرنې وزارت ته د څو بندونو جوړولو وړاندیز کړی او دغه راز موږ د آب پران سیمې د سړک جوړولو وړاندیز هم کړی دی.»

سیمه ییز چارواکي په دې ولسوالۍ کې د یو شمیر پراختیايي پروژو له پلي کېدو هم خبر ورکوي.

د محمداغې ولسوال له شمشاد سره خبرو کې وايي، په یاده ولسوالۍ کې د یوه صنعتي پارک او د برېښنا د یوه سب سټېشن د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړیدو سره به یې د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره  او د برېښنا اړوند ستونزې حل شي.

دیدان صابر په دې اړه وايي: « د برېښنا په اړه باید ووایم چې دلته پر یوه سب سټېشن جوړولو عملي کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې د محمداغې ولس له برېښنا برخمن شي. همدارنګه دلته د یوه لوی صنعتي پارک جوړولو کارونه هم روان دي؛ په دې پارک کې داسې فابریکې شته چې په فعالېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همدا اوس موږ د ولسوالۍ له خوا دوی ته روز مزدوران معرفي کوو او هلته کار کوي.»

د محمداغې ولسوالي د هغو ګڼو ولسوالیو له جملې یوه ده چې تر ډېره په کې د عامه بنسټونو رغونې ته لږه پاملرنه شوې او خلک یې د تګ راتګ او ژوند نور اړتیاوو پر مهال له جدي ننګونو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist