د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ آب پران سیمې اوسېدونکي د ژوند د لومړنیو امکاناتو نه لرلو له امله شکایت کوي او وايي، که څه هم دا سیمه له کابل سره نښتې ده او پلازمېنې ته نږدې شاوخوا ۱۵ کیلو مټرۍ کې پرته ده، خو خلک یې لاهم د ژوند لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.
د دې سیمې اوسېدونکي ویجاړ سړکونه، د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي نه لر، د روغتیايي مرکزونولرې والی، د ښونځیو لپاره د ودانیو نه لرل او د مخابراتي شبکو کمزورتیا هغه ستونزې بولي چې د دوی ورځنی ژوند يي له ننګونو سره مخ کړی.
دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې په یادو برخو کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د سیمې اوسېدونکی اینځیرګل وايي: « زموږ لویه ستونزه د څښاک اوبه دي. موږ اوبه له لرې ځایه راوړو او دلته شته اوبه د څښاک نه دي. همدارنګه، زموږ له سیمې کلینیک ډېر لرې دی او مخابراتي شبکې سم کار نه کوي. موږ د اړیکو نیولو لپاره لوړو ځایونو ته خېژو. له حکومت هیله لرو زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي.»
ځايي خلک بیا وايي، که څه هم د آبي شبکو، مخابراتي سیسټمونو او سړکونو په برخه کې یو شمېر سروې ګانې ترسره شوې دي، خو عملي چارې يي لاهم نه دي پیل شوې.
د سیمې اوسېدونکی لعل محمد وايي: « زموږ لارې دومره خرابې دي چې په ځینو ځایونو کې موټر ټېله کوو، کنه نه شي تللی. دلته نږدې هېڅ روغتیايي مرکز نه شته، ناروغان ډېرو لرې ځایونو ته وړو. همدارنګه زموږ د سیمې اوبه تروې او د څښلو نه دي. له حکومت د لارو، کلینیکونو، ښوونځیو او څښاک اوبو د جوړولو غوښتنه کوو.»
د محمداغې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي په یادو برخو کې د خلکو ستونزې مني او زیاتوي چې د دې سیمو د خلکو یادې ستونزې یې تر لوړو پوړو چارواکو او اړوند ادارو رسولې دي چې د امکان تر حده به ورته رسېدنه وشي.
د محمداغې ولسوال دیدان صابر وايي: « موږ د هغو ستونزو په اړه د ولس غوښتنې اورېدلې او تر مشرانو مو رسولې دي چې دوی وسره لاس په ګرېوان دي. مشرانو ډاډ راکړی چې دا ستونزې به هوارېږي. دا یو حقیقت دی چې محمداغې کې د اوبو سطحه ډېره ښکته تللې او ولس له ستونزو سره مخ دی. موږ د کرنې وزارت ته د څو بندونو جوړولو وړاندیز کړی او دغه راز موږ د آب پران سیمې د سړک جوړولو وړاندیز هم کړی دی.»
سیمه ییز چارواکي په دې ولسوالۍ کې د یو شمیر پراختیايي پروژو له پلي کېدو هم خبر ورکوي.
د محمداغې ولسوال له شمشاد سره خبرو کې وايي، په یاده ولسوالۍ کې د یوه صنعتي پارک او د برېښنا د یوه سب سټېشن د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړیدو سره به یې د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او د برېښنا اړوند ستونزې حل شي.
دیدان صابر په دې اړه وايي: « د برېښنا په اړه باید ووایم چې دلته پر یوه سب سټېشن جوړولو عملي کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې د محمداغې ولس له برېښنا برخمن شي. همدارنګه دلته د یوه لوی صنعتي پارک جوړولو کارونه هم روان دي؛ په دې پارک کې داسې فابریکې شته چې په فعالېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همدا اوس موږ د ولسوالۍ له خوا دوی ته روز مزدوران معرفي کوو او هلته کار کوي.»
د محمداغې ولسوالي د هغو ګڼو ولسوالیو له جملې یوه ده چې تر ډېره په کې د عامه بنسټونو رغونې ته لږه پاملرنه شوې او خلک یې د تګ راتګ او ژوند نور اړتیاوو پر مهال له جدي ننګونو سره مخ دي.