Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان والي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو پروژه پاکستان ته سپارلې

نورستان والي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو پروژه پاکستان ته سپارلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/11

د نورستان والي وايي، هغه کړۍ او جبهې چې د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه مقدسه ګڼي، مشران دې یې د خپلو زامنو سره جګړې ته داخل شي.

زین العابدین عابد‌ دغه راز زیاته کړې چې امریکا د یوه پلان او دسیسې له مخې د افغانستان د ناامنه کولو پروژه پاکستان ته ورکړې.

نوموړي له ملي‌ ټلویزیون سره په یوه مرکه کې پر ځوانانو غږ کړی چې د اسلامي امارت او نظام د ساتلو لپاره تر حد زیاته قرباني ورکړې.

هغه ویلي، د دوی پر وړاندې جنګېدونکې ډلې او جبهې د شخصي‌ ګټو او جيب ډکولو لپاره اقتصادي‌ جګړه مخ ته وړي او خپلو اولادونو ته یې په بهر کې ارام ژوند او امکانات برابر کړي.

د نورستان والي زین العابدین عابد وايي: « دا هغه کسان دي چې اوس په بهر کې ناست دي، تېر شل کاله یې دا هېواد چور کړ او په بهر کې یې بلډینګونه جوړ کړل. دوی اوس د آی‌اېس‌ای او سي‌آی‌اې په لمن کې پراته دي، د هغوی پروژې پلي کوي، خو اولادونه یې په بهر کې زده کړې او سیاحتونه کوي.»

د نورستان والي دغه راز زیاته کړې چې د دوی پر وړاندې جنګېدونکې ډلې۹۰سلنه اقتصادي ګټه خپلو شخصي جیبونو ته اچوي.

نوموړي پر هغو ډلو او جبهو چې اسلامي امارت په خلاف یې د جګړې غږ پورته کړی، غږ وکړ چې د پردیو اولادنو پر ځای خپل اولادونه او خپله را وړاندې شي.

زین العابدین عابد ویلي، دا ډلې او جبهې د شخصي غوښتنو او ګټو په موخه پردۍ جګړې مخته وړي.

زین العابدین عابد زیاته کړې: « ځوانانو، د هغوی په تبلیغاتو باندې مه غولېږئ. زه دوی ته وایم چې که د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه دوی ته مقدسه ښکاري، لومړی دې خپله او خپل زامن دې جګړې ته داخل کړي.»

نوموړي‌ داهم ویلي چې امریکا د افغانستان د ناامنۍ پروژه پاکستان او استخباراتي ادارې«آی‌اېس‌ای» ته ورکړې.

هغه له ځوانانو غوښتنه کړې چې د مخالفو کړیو په فېسبوکي تبلیغاتو ونه وېرېږي او د دوی ملاتړ وکړي.

نورستان والي ویلي: « د هغوی لپاره دا جګړه د اقتصاد، جېب ډکولو او موقف ترلاسه کولو جګړه ده. کومې پیسې چې دلته ځوانانو ته د  جګړې لپاره رالېږدي، د یو لک ډالرو له جملې نوي زره خپلو جیبونو ته اچوي.»

د نورستان والي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په وروستیو څو اوونیو کې له هېواده بهر یو شمېر ډلې او جبهي په بېلابېلو نومونو د اسلامي امارت خلاف د وسله‌والې مبارزې خبرې کوي.

د نورستان والي بیا همدارنګه له ځوانانو غوښتي چې د دې ډلې خلکو په بې‌ځایه تبلیغاتو ونه غوليږي او د خپل اسلامي نظام کلک ملاتړ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist