د نورستان والي وايي، هغه کړۍ او جبهې چې د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه مقدسه ګڼي، مشران دې یې د خپلو زامنو سره جګړې ته داخل شي.
زین العابدین عابد دغه راز زیاته کړې چې امریکا د یوه پلان او دسیسې له مخې د افغانستان د ناامنه کولو پروژه پاکستان ته ورکړې.
نوموړي له ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې پر ځوانانو غږ کړی چې د اسلامي امارت او نظام د ساتلو لپاره تر حد زیاته قرباني ورکړې.
هغه ویلي، د دوی پر وړاندې جنګېدونکې ډلې او جبهې د شخصي ګټو او جيب ډکولو لپاره اقتصادي جګړه مخ ته وړي او خپلو اولادونو ته یې په بهر کې ارام ژوند او امکانات برابر کړي.
د نورستان والي زین العابدین عابد وايي: « دا هغه کسان دي چې اوس په بهر کې ناست دي، تېر شل کاله یې دا هېواد چور کړ او په بهر کې یې بلډینګونه جوړ کړل. دوی اوس د آیاېسای او سيآیاې په لمن کې پراته دي، د هغوی پروژې پلي کوي، خو اولادونه یې په بهر کې زده کړې او سیاحتونه کوي.»
د نورستان والي دغه راز زیاته کړې چې د دوی پر وړاندې جنګېدونکې ډلې۹۰سلنه اقتصادي ګټه خپلو شخصي جیبونو ته اچوي.
نوموړي پر هغو ډلو او جبهو چې اسلامي امارت په خلاف یې د جګړې غږ پورته کړی، غږ وکړ چې د پردیو اولادنو پر ځای خپل اولادونه او خپله را وړاندې شي.
زین العابدین عابد ویلي، دا ډلې او جبهې د شخصي غوښتنو او ګټو په موخه پردۍ جګړې مخته وړي.
زین العابدین عابد زیاته کړې: « ځوانانو، د هغوی په تبلیغاتو باندې مه غولېږئ. زه دوی ته وایم چې که د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه دوی ته مقدسه ښکاري، لومړی دې خپله او خپل زامن دې جګړې ته داخل کړي.»
نوموړي داهم ویلي چې امریکا د افغانستان د ناامنۍ پروژه پاکستان او استخباراتي ادارې«آیاېسای» ته ورکړې.
هغه له ځوانانو غوښتنه کړې چې د مخالفو کړیو په فېسبوکي تبلیغاتو ونه وېرېږي او د دوی ملاتړ وکړي.
نورستان والي ویلي: « د هغوی لپاره دا جګړه د اقتصاد، جېب ډکولو او موقف ترلاسه کولو جګړه ده. کومې پیسې چې دلته ځوانانو ته د جګړې لپاره رالېږدي، د یو لک ډالرو له جملې نوي زره خپلو جیبونو ته اچوي.»
د نورستان والي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په وروستیو څو اوونیو کې له هېواده بهر یو شمېر ډلې او جبهي په بېلابېلو نومونو د اسلامي امارت خلاف د وسلهوالې مبارزې خبرې کوي.
د نورستان والي بیا همدارنګه له ځوانانو غوښتي چې د دې ډلې خلکو په بېځایه تبلیغاتو ونه غوليږي او د خپل اسلامي نظام کلک ملاتړ وکړي.