Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: دعلماوو ناسته د نظام ملاتړ لپاره ښه خو یو شمیر مهم او ملي مسایل ترې پاتې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/04

کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د علماوو ناسته د درې ورځو لپاره جوړه شوې وه او د یوه پریکړه‌ لیک په  لوستلو پایته ورسیده، په اړه یې نظرونه ویشلي دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، له دغې ناستې افغانانو او نړیوالو زیاتې تمې درلودې،خو ناسته له نظامه پر ملاتړ او د بیعت په تجدید متمرکزه وه او هغه مسایل چې په اوسنیو شرایطو کې د نظام سیاسي تقویت او نړیوالو  اړیکو د ټینګښت لپاره مهم وو، بابیزه ګڼل شوي دي.

دوی وايي، د نجونو زده کړې،هغه مهمه مسله وه،چې نړۍ او افغانان دواړه په دې تمه وو، چې د علماوو ناسته کې به یې د اجازې پریکړه راووځي. 

د دوی اوس غوښتنه داده،چې د داخلي مشروعیت او د لویو اختلافي مسایلو د حل لپاره دې یوه ملي ناسته جوړه شي،چې پرمټ يې نړیوال مشروعیت ته لاره پرانېستل شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« موږ دغه غونډه له نظام د ملاتړ او بیعت  په اړه باندې مثبته ارزو،نور دا غونډه د انتظار خلاف په داسې شکل باندې ختمه شوه،چې نه یې نظام ته ګټه راوړه،نه یې د مشروعیت لپاره مثبت کار وکړ،نه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره یېڅه وکړل؟نه د ملي یووالي او د نظام پر وړاندې د بغاوت پر وړاندې د یو سم فرمول د رامنځ ته کولو لپاره څه وکول،هیله ده چې یو بله ملي اجماع رامنځ ته شي،چې نظام ته داخلي مشروعیت او نړیوال مشروعیت ته لار خلاصه کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي:« هغه څه چې زموږ د ټولنې اساسي برخه جوړوي، هغه دا چې د میرمنو حقونو او نجونو حقوق هغه هم د تعلیم برخه کې،که چیرې دې ته هم توجه شوې وای، دا به غوره وه،خو په ټوله کې یې پریکړه لیک یو مثبت ګام دی،چې دعلماوو غونډې اخیستی .»

ځینې بیا وايي،دا په ټوله کې داسې ناسته وه،چې وشي کولای افغانستان له اقتصادي او نړیوالې سیاسي انزوا وباسي، دا یوازې د اسلامي امارت د داخلي مشروعیت لپاره د علماوو ناسته وه،چې ترسره شوه .

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د علماوو ستره شورا د اسلامي امارت له ادرسه ښه اقدام وو،خو په ټوله کې دا یوه لویه ملي جرګه نه وه،چې وشي کولای افغانستان هم له سیاسي اقتصادي او نړیوالې انزوا نه وباسي. غوره داوه،چې اسلامي امارت مخکې له دې چې شورا ایجاد کړي،د شورا میکانیزم او اجنډا یې د افغانستان ولس سره شریکه کړې وای.» 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا وايي، اسلامي امارت د علماوو داسې ناستې ته ضرورت درلود،خو په ټوله کې نظام د تصمیم یوې مقتدرې مرجع ته اړتیا لري،چې د ولس د ارادې ممثله وي او پریکړې یې په ملي مسایلو کې وروستۍ وي . 

هغه زیاته کړه:« دا دعلماوو ناسته وه،علماء ورته راغوښتل شوي ول،چې د علماوو نظرمالوم کړي،دا یو ښه انکشاف و، دې ته ضرورت و،خو له دې ښه کیدای شوه. زما تشخص دادی،چې دا نظام یوې مقتدرې شورا ته،چې د ټول ملت استازيتوب وکولای شي او تصمیم وروستي او پیاوړې مرجع وي او په ټولو ملي مسایلو کې وروستی تصمیم ونیولای شي دغسې یوه شورا باید جوړه شوې وای.» 

تمې دا وې،چې دعلماوو په دغه ناسته کې د اسلامي نظام اساسي قانون پر جوړښت باید خبرې شوې وای،چې د نظام څرنګوالی یې په ډاګه کړی وای او همداراز د افغانستان د بهرني سیاست خطوط یې هم په ډاګه کړي وای،دا هغه مسایل  دي،چې دعلماوو په درې ورځینۍ ناسته کې یې یادونه هم نه ده شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist