Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زینتي وند: تېر یوه نیم کال کې مو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ستانه کړي

زینتي وند: تېر یوه نیم کال کې مو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ستانه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/11

د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له دې هېواد څخه د  افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نه ده درول شوېې بلکې د تېر په شان په چټکۍ سره ادامه لري.

علي زیني‌وند زیاته کړې، د ناقانونه کډوالو د تنظیم پروسې د پلي کولو له لارې یوازې د روان کال له پيل راهیسې څه باندې ۲۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

د نوموړي په خبره، د غیرقانوني کډوالو ستنولو طرحې تطبیق د دې لامل شوی چې ډېری ناقانونه کډوال پخپله خوښه له ایرانه وتلو ته زړه ښه کړي.

د هغه په خبره، په تېر یوه نیم کال کې له ایران څخه شاوخوا دوه میلیون ناقانونه کډوالو افغانستان ته ستانه شوي.

د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: « له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنونې لړۍ نه ده ځنډېدلې. د ۱۴۰۴هجري لمریز کال له وري میاشتې راهیسې، شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه افغان کډوال له هېواد څخه ایستل شوي دي.»

د دې ترڅنګ، پاکستان هم د تېرې جولای میاشتې له لسمې نېټې راهیسې په تېزۍ سره د «غیر قانوني بهرنیو کډوالو  شړلو پلان» عملي کړی او تر دې دمه یې زرګونه افغان کډوالو نیولي او افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دې هېواد رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان د ۲۰۲۳زېږدیز کال له اوکټوبر راهیسې، دوه میلیونه او ۶۸۹ زره افغان کډوال له دې هېواده بهر کړي چې ۱۴۰زره یې یوازې له پنجاب ایالت څخه دي.

د کډوالو د حقونو چارو فعالان د تېر په څېر په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره پر قانوني او اصولي چلن ټینګار لري او له نړیوالو ادارو په یادو هېوادونو کې د کډوالو د حقونو د تامین برخه کې د ښکېلتیا غوښتنه کوي.

د افغان کډوالو د حقونو  فعال احمد افغان وايي: « ښکاري چې دا وضعیت به همداسې دوام کوي؛ لامل دا دی چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه تر اوسه کوم تفاهم ته نه دي رسېدلي.»       

دا داسې مهال ده چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون راپور ورکړی چې تېره ورځ د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپين بولدک، د هرات له اسلام کلا او د نیمروز ورېښمو پل له لارو، ۳۱۷ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist