د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نه ده درول شوېې بلکې د تېر په شان په چټکۍ سره ادامه لري.
علي زینيوند زیاته کړې، د ناقانونه کډوالو د تنظیم پروسې د پلي کولو له لارې یوازې د روان کال له پيل راهیسې څه باندې ۲۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه کړي.
د نوموړي په خبره، د غیرقانوني کډوالو ستنولو طرحې تطبیق د دې لامل شوی چې ډېری ناقانونه کډوال پخپله خوښه له ایرانه وتلو ته زړه ښه کړي.
د هغه په خبره، په تېر یوه نیم کال کې له ایران څخه شاوخوا دوه میلیون ناقانونه کډوالو افغانستان ته ستانه شوي.
د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: « له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنونې لړۍ نه ده ځنډېدلې. د ۱۴۰۴هجري لمریز کال له وري میاشتې راهیسې، شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه افغان کډوال له هېواد څخه ایستل شوي دي.»
د دې ترڅنګ، پاکستان هم د تېرې جولای میاشتې له لسمې نېټې راهیسې په تېزۍ سره د «غیر قانوني بهرنیو کډوالو شړلو پلان» عملي کړی او تر دې دمه یې زرګونه افغان کډوالو نیولي او افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دې هېواد رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان د ۲۰۲۳زېږدیز کال له اوکټوبر راهیسې، دوه میلیونه او ۶۸۹ زره افغان کډوال له دې هېواده بهر کړي چې ۱۴۰زره یې یوازې له پنجاب ایالت څخه دي.
د کډوالو د حقونو چارو فعالان د تېر په څېر په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره پر قانوني او اصولي چلن ټینګار لري او له نړیوالو ادارو په یادو هېوادونو کې د کډوالو د حقونو د تامین برخه کې د ښکېلتیا غوښتنه کوي.
د افغان کډوالو د حقونو فعال احمد افغان وايي: « ښکاري چې دا وضعیت به همداسې دوام کوي؛ لامل دا دی چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه تر اوسه کوم تفاهم ته نه دي رسېدلي.»
دا داسې مهال ده چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون راپور ورکړی چې تېره ورځ د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپين بولدک، د هرات له اسلام کلا او د نیمروز ورېښمو پل له لارو، ۳۱۷ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.