Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي  قطر کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو  او استازو سره ناسته کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/03

د افغانستان  اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر پلازمینه دوحه کې د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱کال د چنګاښ پر ۱۱ مه» د افغانستان لپاره د یوشمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره ناسته درلوده،چې د افغانستان په روان وضیعت په کې خبرې شوي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل  پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،له لسو  د زیاتو هېوادونو استازو او سفیرانو سره افغانستان کې په بشري،روغتیايي او تعلیمي وضیعت مهمه غونډه شوې.

تکل زیاته کړې:«قطر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له لسو د زیاتو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره غونډه ترسره کړه،چې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او روغتیايي وضیعت ترڅنګ په تعلیمي برخه هم خبرې وکړې.» 

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا دا ډول ناستې نړیوالو سره د اسلامي امارت تعامل او ښو اړیکو لپاره ګتورې یادوي، او وايي،له دې سره به هغه جنجالي موضوعات،چې د نړیوالو او اسلامي  امارت تر مېنځ موجود دي،حل شي.

 د سیاسي چارو شنونکی عبداجبار اکبري وايي:« امیرخان متقي ته د افغانستان د بهرني سیاست په استازیتوب دو پیغامونه کولی شي وړاندې کړي. لومړی دا،چې اسلامي امارت تیار دی،څو له نړۍ سره تعامل ته کېني او دویم دا چې متقي د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره مخامخ ناستې کړې او هلته د دواړو لورو غوښتنې مطرح شوې او دا کولی شي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره لاره هواره کړي.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي،چې له شته فرصته اسلامي امارت ښه استفاده ونه کړه او له نړیوالو سره یې د ښو اړیکو او تعامل برخه کې لټي کړې.

د سیاسي چارو شنونکی صفت ساپی وايي:« زه فکر کوم، چې د رسمیت پېژندنې پر موضوع لا تر اوسه پاتې دي. اوسنی حکومت پر دې نه دی توانیدلی،چې هغه پرمختګ وکړي یا هغه ځای ته ورسېږي، چې هغه نږدې او لرې هېوادونه پر دې قانع کړي،ترڅو دغه نظام پر رسمیت وپېژني. پر دې مانا،چې پر کوردننه باید داسې یو حالت رامنځته شي،چې له افغانستانه استازیتوب وکړی شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت بیا وايي:« د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د باور کچه په بېلابېلو برخو کې تر ډېرې ټيټې کچې پورې رارسېدلې ده. نړیواله ټولنه د طالبانو د کورنیو سیاسیتونو له امله حاضره نه ده،چې رسمي اړیکې ولري. هېواد تر اوسه پورې دې ته حاضر نه دی او فکر نه کې چې په نږدې راتلوونکې به له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.» 

قطر ته د افغان چارواکو له سفر هیلې وې،چې د ګنګل شو پېسو ښو اړیکو او تعامل برخه کې پرمختګ ترسره شي، هغه څه چې شنونکي یې ناهیلي کړي.

اخوا بیا دذ بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ د ځینو هېوادونو له استازو او سفېرانو سره یې ناستې خورا مهمې وې،چې په  افغانستان کې په بشري مرستو، تعلیم او روغتیا برخه کې ګټورې خبرې شوي.

وړاندیزونه بیا دا دي،چې د افغانستان اسلامي امارت باید پر کور دننه د مشروعیت تر څنګ په ځینو برخو کې نرمښت وښايي، تر څو نړیوال  ورسره د تعامل او اړیکو برخو کې خپلې دروازې پرانيزي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist