Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات موجود دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/03

په کابل کې د لویې جرګې تالار کې د علماوو ستره ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت امیرالمؤمینین شیخ هبة الله اخوندزاده وینا، د امارت د نورو چارواکو خبرو او عمل برخلاف ټکو یې اندېښې راپورته کړي،چې ګواکې د امارت دمشرتابه او چارواکو د نظریاتوترمنځ  تفاوتونه موجود دي. 

دعلماوو په غونډه کې شیخ هبة الله اخوندزاده، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هغه خبرې په یوډول رد کړې،چې ګني د پخواني حکومت له مسلکي غړو دې استفاده وشي او همدا راز په زغرده یې وویل، له نړۍ سره  یو ګام هم مخته نه ځي او تعامل نه کوي،خو د بهرنیو چارو وزیر یې همدا اوس په دوحه کې د یوه  لوړپوړي افغاني پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره  پر مذاکراتو بوخت دی. 

دا دنظر هغه تفاوتونه دي چې دڅارونکو پام وراوښتی دی .

د سایسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او لوړپوړو چارواکو ترمنځ پر ځینو مسایلو د نظر اختلاف موجود دی او باید د نظر دغه اختلاف له منځه لاړ شي، له دې پرته به یې پایلې  ګواښوونکې وي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« ملا یعقوب وايي، پرموږ باندې نیوکه وکړئ،ةچې اصلاحات راشي،  د کورنیو چارو  سرپرست وزیروايي پخواني کسان زموږ وروڼه دي او د هغوی له مسلک باید استفاده وشي،خوامیرالمؤمنین دا ډول مسایل رد کړل او وویل،موږ چاته اړتیا نه لرو او هغوی که راځي رادې شي،خو شر دې نه جوړوي. د نظر دغه اختلاف په دې دلالت کوي،چې د دوی ترمنځ اختلاف د نظرموجود دی، ملاهبت الله هم وویل،اختلافات حکومت ضعیفوي او دا واقعت هم ده،که چیرې دا ټول اختلافات د دوی دوام وکړي،په راتلونکې ددوی د حکومت د بقاء تضمین سخت دی،چې څوک یې وکړي.» 

ځینې بیا په دې باوري دي،چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او لوړپوړو چارواکو یې دعلماوو په غونډه کې ستونزو حل لپاره له بېلابېلو لید لورو خبرې وکړې او دا د نظر د اختلاف په مانا نه دي. 

دوی وايي،په ټوله کې دافغانستان اسلامي امارت مشرتابه او چارواکو ویناوو په خپلو کې توحید درلود او د یو هدف لپاره یې بحث کړی دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د اسلامي امارت د مشرتابه او لوړ پوړو چارواکو له خوا د افغانستان ستونزو او کشالو ته له مختلفو لیدو لورو کتنه وشوه او پرې بحثونه وشول او ماته نه ښکاري،چې دغه شننې او لید لوري دې د یوبل په مخالفت کوي، بلکې د ستونزو د څیړلو او حل لپاره له مختلفو زاویو بحث و،چې وشو.» 

د سیاسي شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، مسوولین او خلک دواړه په دې لټه کې دي،چې د حکومتدارۍ لپاره لار پیدا کړي او د کار په پای کې سره توافق لري. 

فرهادي زیاته کړه:« ما د طالبانو د رهبر او چارواکو خبرې واورېدې،د نظرتفاوتونه زیات دي،خو په حقیقت کې موږ د خلکو په توګه د دې په لټه کې یو،چې د حکومتدارۍ لار پیدا کړو او د کار په پای کې باید له یوبل سره توافق وکړو.»  

اوس غوښتنه داده،چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه باید د امارت د بقاء لپاره  د نظر د دغه ډول تفاوتونو مخه ونیسي،چې له دې سره به له یو لوري د ثبات پایښت لپاره زمینه برابره وي او له بلې خوا به د هغو کړیو لاس هم لنډ شوی وي،چې د اختلاف رامنځ ته کولو لپاره فرصت ته په تمه دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist