Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو  شورا استازي وايي، د دغو جوماتونو  جوړولو چارې چې د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ زلزله ځپلې مزار درې په بېلابېلو کلیو کې جوړیږي، تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به بشپړې شي.

د افغان سوداګرو  شورا یو استازی مولوي احمد شاه حجازي وايي، په متحده عربي امارتو کې د افغان سوداګرو دې شورا د طبعیي پېښو پر مهال که هغه زلزلې وي یا سېلابونه، تل یې له زیانمنو سره مرستې کړې دي.

د هغه په خبره، دا پنځه محرابه جوماتونه به په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټه اخستنې ته وسپارل شي.

مولوي احمد شاه حجازي وايي: « عربي متحده اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا تل په افغانستان کې د پېښو پرمهال مرستې کړې. دا دی نن یې دلته د پنځو جوماتونو جوړولو کارونه هم پیل کړل.»

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا استازی حاجي شهزاده وايي: « موږ د پېښو پرمهال له خپلو خلکو سره ولاړ یو او خدمت یې کوو.»

بله خوا، د مزار درې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د یادو جوماتونو په جوړولو خوښي څرګندوي  او وايي، دا یوازینی کمښت و چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا له خوا پوره کېږي.

خو ځینو اوسېدونکو بیا د دې شورا له خوا د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، ترڅو په سیمه کې د زلزله ځپلو خلکو سم لاسنیوی وشي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ د متحده عربي اماراتو له افغان سوداګرو ډېره مننه کوو چې موږ ته دا جوماتونه جوړوي. دا زموږ یوازینی کمبود و چې د دوی له خوا پوره شو.»

یوبل اوسېدونکی وايي: « موږ له دې خلکو د نورو مرستو او همکاریو تمه هم لرو.»

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مزار دره تقریبا یو کال مخکې یوې سختې زلزلې وځپله چې د سیمې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه واړول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist