Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ا.ا.ا مشرتابه: د نړۍ فرمایشونه نه منو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/02

د افغانستان اسلامي امارت امیرالمؤمینین شیخ هبة الله اخوندزاده په کابل کې د لویې جرګې تالار کې د علماوو غونډې ته د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۰مه»  شاا وخوا یو ساعته وینا وکړه.

اخواند زاده وايي، نړۍ غواړي،د افغانستان نظام د دوی په اشارو مخته لاړ شي،خو په دې ډول ورسره یو ګام هم مخته نه ځي  او د الله پر شریعت ورسره معامله نه کوي. 

د اخوندزاده  په خبره،  نړۍ ورته په هغه څه د منلو نه ده،په څه چې الله ناراضه کیږي. 

اخوندزاده زیاته کړه:«نړۍ موږ نه غواړي،چې د افغانستان حکومت په خپلواکه اراده باندې روان وي، غواړي،چې د دوی په اشارې سره مخته ولاړ شي. موږ ته مشورې راکوي، دا کار وکړه، ولې یې نه کوې؟ ته زما پر کار  څه کار لرې؟ زما پر نظام څه کار لرې؟ زما پر هېواد څه کار لرې؟ زما پر اصولو څه کار لرې؟ ته ولې لاسوهنې کوې؟ زه ستا د فرمایشاتو نه یم. نه دې فرمایشونه منم او نه هم یو ګام درسره مخته ځم. نه تعامل درسره کوم،نه پر شریعت باندې درسره معامله کوم. اوس خو به راغلی، د بمونو مور به دې استعمال کړي وي، خو که اټوم هم پر موږ راباندې استعمال کړې، دا مو له الله ج سره ژمنه ده،چې موږ به یو ګام په هغه څه کې درسره وانخلو،چې الله ج ناراضه شي.» 

هبة الله اخوندزاده وايي،هیڅ ځواک نور پرافغانستان  نظامي برید ته زړه نه ښه کوي،خو هڅه کوي چې فتنې راپورته کړي او د اسلامي  امارت ترمنځ اختلاف جوړ کړي،چې اختلافات کولای شي اسلامي امارت له منځه یوسي او باید د اسلامي امارت ټول چارواکي خپل یووالی وساتي. 

 د هبة الله اخوندزاده پر وینا،له کفرۍ نړۍ سره یې دعقیدې جګړه وه او اوس هم دغه جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه:« انشاء الله دا ځل به  یو کافر هم پر افغانستان باندې د برید زړه ښه نه کړي،چې دوی به نظامي عملیات کوي. خو د فتنې او تبلیغاتو عملیات به کوي. دلته به فتنې جوړوي. دلته به د حکومت او ملت ترمنځ فاصله پیدا کوي. دلته به داسې موضوعات راپورته کوي،چې په هغه کې اختلاف راشي. خپله  د حکومت په بدنه کې به یو بل داسې برابر کړي، چې یو به پر یوه نیوکه کوي او بل به پر بل نیوکه کوي،چې د حکومت جوړښت کمزوری شي او اختلاف رامنځته شي. د دغه اختلاف په پایله کې به امارت له منځه ځي.» 

په ورته وخت کې هبة الله اخوندزاده وايي، دننه په حکومت کې امنیت  اړین دی،چې څوک د فساد، زورواکۍ،انډیوال پالنې،سمت او قومپالنې هڅه ونه کړي او پر شخصي مصلحتونو باید عامه مصلحتونو ته ترجیح ور نه کړل شي،ځکه د امنیت، ثبات او شریعت تطبیق لپاره  لومړنی شرط د شخصي خواهشاتو پریښودل دي. 

دغه راز هبة الله اخوندزاده د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې ټینګار درلود،چې باید په محاکمو کې عدالت تامین شي. 

د هبة الله اخوندزاده په خبره، که عدالت نه وي،نو الله ته اسانه ده،چې په لنډو شیبو کې اسلامي امارت له منځه یوسي او هېواد دتباهۍ لور ته لاړ شي .

هغه زیاتوي:« عدالت د یوه حکومت د بقاء وسیله ده. له ظلم سره حکومت نه پاتې کېږي.» 

داسلامي امارت امیرالمؤمنین وايي، بهرنۍ مرستې د هېواد اقتصاد نه شي رغولی، باید خپله افغانان لاس په کار شي او ملي سوداګر دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي،چې له دې سره اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي.

هبة الله اخوندزاده زیاته کړه:« اقتصاد پر دې جوړیږي،چې د هېواد خلک سره یو بل ته لاس ورکړي. تاسو پر بهرنیو مرستو اتکاء مه کوئ، نه بهرنۍ مرستې موږ پورته کولای شي، نه زموږ اقتصاد راجوړولی شي. که اقتصاد مو سموي، له احتیاجه مو وباسي، له غربته مو وباسي، خپلواکۍ ته مو راباسي، هغه دا خپل همت دی. خپله لاس سره ورکړئ، سوداګر دې راشي، څه خطر لري؟ راشئ! په دې خپل هېواد کې پانګونه وکړئ. دا خپل هېواد اباد کړئ.» 

هبة الله اخوندزاده هغو څیرو  ته چې د اسلامي امارت له راتګ سره یې افغانستان پریښی او په ترکیې هېواد کې د مقاومت په نوم یې شورا جوړه کړې،په اشارې سره وویل، له فتنې دې لاس واخلي، عفوه ورته شوې او خپل هېواد ته دې راستانه شي. 

هغه زیاته کړه:« اوس مو عفوه درته کړې ده، راځئ،دلته په هېواد کې شپې ورځې تېروئ. هغه عزت چې په خپل هېواد کې یې لرئ، په بل هېواد کې یې نه لرئ. د کافر په هېواد کې تاسو عزت نه لرئ. ولې ځان بې عزته کوئ؟ نه یې ستا زوی لري، نه یې ستا کورنۍ لري، نه یې ته لرې. راشه ! په دې هېواد کې کېنه. موږ حساب درسره نه کوو. خو  شرارت ته به لاس نه اچوې. دسیسې به نه جوړوې. امن به نه خرابه کوې. که دې امن خراب کړ،بیا به د عمومي مصلحت له مخې مجازات شې.»  

د افغانستان اسلامي امارت امیرالمؤمنین وايي، په تیره شل کلنه جګړه کې یې چې د اشغال پر وړاندې یې ترسره کړه، هیڅ کله یې هم په قصدي ډول افغانان نه دي په نښه کړي او هغه که وژل شوي هم دي،د یوه  لوی هدف لپاره چې هغه د جهاد بریا د اسلامي نظام راتګ او سراسري امنیت ټینګښت وو. 

دغه راز د افغانسان اسلامي امارت  امیرالمؤمنین ګاونډیو ته ډاډ ورکړ، چې هیڅ کله به هم له افغانستانه ورته زیان پیښې نه شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist