Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

پاکستان له تېرو نږدې شپږو کالونو راهیسې له بېلابېلو لارو هڅه کړې چې په اسلامي امارت باندې هر اړخیز فشار راولي، ترڅو د دوی غیر مشروع سیاسي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

په دې موده کې اسلام اباد خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره له کابل سره هر اړخیزې اړیکې زیانمنې کړې او ان په یاد هېواد کې یې مېشت افغان کډوال په زور او جبر را و ایستل.

تازه له یاد هېواده بیا افغانستان ته د ناامنۍ جوړولو په موخه په غیر قانوني لارو وسلې را لېږدول کېږي، خو د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري د فرضي کرښې په اوږدو کې سیمې تر بشپړ کنټرول لاندې دي او د نا امنۍ جوړولو هر ډول ګواښونه له منځه وړي.

تازه د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د کشف استخباراتو مسوولینو په خیتیځ زون کې د عملیاتو پر مهال ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

د ۲۰۱ خالد بند ولید قول اردو ویاند وحید الله محمدي وايي: «  موږ په ختیځ زون کې کشفي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې، سلګونه فیره مهمات او نظامي تجهیزات نیولي دي. په دغو وسلو کې ځینې وسلې له پاکستان څخه افغانستان ته د ورانکارۍ په موخه راوړل کېدې چې زموږ ځواکونو ونیولې.»

‌‌‌‌‌له څه باندې دوو اوونیو راهیسې د فرضي کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت د وسلو د نیولو خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

خو اوس اساسي پوښتنه دا ده چې پاکستان په دوه مخي سیاست کې له ناکامېدو وروسته ولې په افغانستان کې د نا امنۍ جوړولو هڅې کوي؟

د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان د ابر قدرت هېوادونو یوه پروژه ده چې په سیمه کې د افغانستان د بربادۍ لپاره جوړه شوې. ترڅو چې پاکستان موجود وي، سیمه کې به نا امنۍ زیاتېږي نه دا چې کمې شي.»

په افغانستان کې د نا امنۍ جوړولو دغه هڅې داسې مهال کېږي چې پاکستاني چارواکي په یاد هېواد کې د امنیتي ستونزو او ننګونو پړه پر افغانستان اچوي.

خو شنونکي بیا وایي، پاکستان د غربي هېوادونو د ګټو د تحقق لپاره ترهګرې ډلې روزي.

د دوی په خبره، پاکستان اوس د خپل ناکام سیاست له امله د کړنګ په غاړه ولاړ دی.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « پاکستان هېڅکله نه غواړي یو باثباته افغانستان وویني. دوی خپلې موخې او اهداف لري  او د خپلو ناوړه ترهګریزو پړه پر افغانستان اچوي؛ حال دا چې پاکستان خپلواک هېواد نه دی، کورنی او بهرنی سیاست یې د غرب په لاس کې دی، غرب پروژې ورکوي او دوی یې پلي کوي. پنجاب په دې کې یوازې کمېشن اخلي.»

دا وسلې د امنیتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې نیول شوې دي چې له دې وړاندې هم له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو په موټرو کې بېلابېل ډوله وسلې او نور غیری قانوني توکي د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي
افغانستان

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي
افغانستان

مجاهد: کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال ۶۲ زره تنو ته کاري جوازونه ورکړي

اگست 10, 2026
روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي
افغانستان

روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

اگست 10, 2026
هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي
افغانستان

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

عربي متحده امارتو کې د افغان سوداګرو شورا مزار دره کې پنځه جوماتونه جوړوي

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

مجاهد: کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال ۶۲ زره تنو ته کاري جوازونه ورکړي

اگست 10, 2026
ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

اگست 10, 2026
روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

اگست 10, 2026
هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 10, 2026
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist