Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

حقاني: د ټولګډونې ادارې جوړول او زده کړو بهیر له وخت وړاندې خبرې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/02

کابل کې د لویې جرګې تالار کې د علماوو سترې غونډې پر دویمه ورځ ناستې ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د وینا پر مهال وویل،نړۍ دې له هغه غوښتنو تېره شي چې لومړیتوب یې د ټولګډونې ادارې جوړول دي.

حقاني  زیاته کړه:« جهادي دوره خدای ج په بریاليتوب سره پایته ورسوله، اوس د حکومت دارۍ دوره  ده.  دا  مسله،چې اوس نړۍ وايي، ټولشموله، د زده کړو مسله او نورې مسلې،دا خبرې چې کوي،دا ټولې له وخت وړاندې خبرې دي. نننۍ ناسته زموږ او تاسو د  اعتماد ناسته ده، د تعامل ناسته ده.» 

په ورته وخت کې حقاني وايي، د نظام بقاء او د حکومت پایښت ته کار کول د اوس لپاره اړین وبالل.

اخوا د ریاست الوزارء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بيا د علماوو ناستې د وینا پر مهال وویل،هڅه کوي، د خلکو او حکومت تر منځ شته واټن راکم کړي، اداري فساد ختم او له نشه يي توکو سره کلکه مبارزه وکړي. 

هغه زیاته کړه:« په اسلامي نظام او د  ا.ا.ا کې هر ډول تبعیض محکوم دی او هېڅ ځای نه لري. ټول افغان ملت سره وروڼه دي. ټولې نړۍ ته دا جوته ده،چې افغانستان  په اداري او اخلاقي فساد ککړ و او په اداري فساد کې یې لومړی ځای خپل کړی و. الحمدلله د ا.ا.ا تر حاکمیت وروسته هر ډول فساد په ادارو کې صفر ته رسېدلی دی.» 

عبدالسلام حنفي د هغو کسانو د مجازات کولو خبره وکړه،چې په لویو ښارونو او سیمو کې بریدونه کوي او د عامه نظم د تخریب لامل ګرځي.

همدا راز د کورنیو چارو سرپرست وزیر خپلو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر نظام کارکوونکو ته دې پیغورنه نه کوي.

حنفي وايي:«چا چې مخالفت درلود،خپل هېواد ته دې راشي. خپل ملکیت ته دې راشي.مال او جایدادونه یې خپل دي،خو څوک چې اختلافاتو، فتنو او چاودنو ته لمن وهي، هغوی به محاکمه کېږي.» 

د دویېمې ورځې په دغه ناسته کې د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلیو نورو علماوو هم خبرې وکړې او د اسلامي نظام د بقاء مشورې یې ورکړې.

د دغې ناستې له پیل وړاندې نظرونه دا ول،چې د ټولګډونه حکومت، داخلي مشروعیت او د ښځو د حقونو،بشر حقونو او  نورو مهمو مسایلو په اړه به په کې خبرې وشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist