هرات کې د خواړو، درملو او اوبو د کیفیت کنټرولولو لومړنی مرکز (لابراتوار) د ۳۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټه اخستنې ته وسپارل شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، د دې مرکز جوړېدل د تولیداتو د معیار لوړولو او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د باکیفیته محصولاتو وړاندې کولو په برخه کې اغېزناک ګام دی.
د هغه په خبره، د دې مرکز فعالیت کولی شي بازارونو ته د غیرمعیاري توکو او محصولاتو د ننوتو مخه ونیسي او په هرات کې دننه د محصولاتو د ارزونې او چک کولو زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال وايي: « دا مرکز به د خلکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ، د پانګونې لپاره د باور وړ فضا لا پیاوړې کړي. له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د وارېدېدونکو خوراکي توکو، درملو او نورو صحي محصولاتو کیفیت د همدې لابراتوار له لارې ارزول کېږي او د بې کیفیته، تقلبي او غیر معیاري توکو مخنیوی به کېږي.»
بله خوا، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، د درملو او خوراکي توکو د نمونه اخستنې او ازمایلو بهیر د چټکتیا په موخه، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې لابراتواري مرکزونه جوړ کړي.
حنفي ټینګار وکړ چې په دې مرکز کې به د لوېدیځ زون په فابریکو کې تولید شوي درمل او خوراکي توکي و ازمویل شي او د بېکیفیته توکو د تولید یا واردولو اجازه به ورنه کړل شي.
مولوي عبدالسلام حنفي وايي: « له دې وروسته به ټول خوراکي توکي، درمل او هغه روغتیايي محصولات چې دلته په لوېدیځ زون کې تولید یا وارېدېږي، په ډېر لږ وخت کې به د همدې لابراتوار په وسیله ټېسټ شي.»
په همدې حال کې، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وایي، هېواد ته د درملو قاچاق او د بېکیفیته درملو د واردېدو مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته شوي او قوانین وضع شوي دي.
هغه زیاتوي، د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او پر وارداتو د تکیې کمولو په موخه، په هېواد کې دننه د باکیفیته درملو تولید ته زمینه برابره شوې.
د نوموړي په خبره، هېواد کې تولید شوي درمل د روغتیايي ادارو تر څارنې لاندې دي او هڅه کېږي چې د بېکیفیته درملو د تولید او بازار ته د وړاندې کېدو مخه ونیول شي.
عامې روغتیا وزیر وايي: « په سرحدونو کې د قاچاقي توکو د واردېداتو مخنیوي لپاره جدي کارونه شوي. د خوراکي د کیفیت په برخه کې څه ستونزې وې، ځکه چې افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې وارداتي او مصرفي هېواد پاتې شوی، خو د کیفیت د کنټرول په برخه کې لږ کار شوی. له دې وروسته به د خوراکي توکو کیفیت د خلکو تر دسترخوا رسېدو وړاندې تضمین شي.»
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي خوراکي توکي او درمل د کیفیت کنټرولو په موخه کابل ته لېږدول کېدل، خو اوس د دې مرکز له فعالیت سره به یاده برخه کې د سوداګرو او صنعتکارانو ۹۰ سلنه ستونزي هوارې شي.