Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

هرات کې د خواړو، درملو او اوبو د کیفیت کنټرولولو لومړنی مرکز (لابراتوار) د ۳۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټه اخستنې ته وسپارل شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، د دې مرکز جوړېدل د تولیداتو د معیار لوړولو او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د باکیفیته محصولاتو وړاندې کولو په برخه کې اغېزناک ګام دی.
د هغه په خبره، د دې مرکز فعالیت کولی شي بازارونو ته د غیرمعیاري توکو او محصولاتو د ننوتو مخه ونیسي او په هرات کې دننه د محصولاتو د ارزونې او چک کولو زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال وايي: « دا مرکز به د خلکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ، د پانګونې لپاره د باور وړ فضا لا پیاوړې کړي. له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د وارېدېدونکو خوراکي توکو، درملو او نورو صحي محصولاتو کیفیت د همدې لابراتوار له لارې ارزول کېږي او د بې کیفیته، تقلبي او غیر معیاري توکو مخنیوی به کېږي.»

بله خوا، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، د درملو او خوراکي توکو د نمونه اخستنې او ازمایلو بهیر د چټکتیا په موخه، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې لابراتواري مرکزونه جوړ کړي.
حنفي ټینګار وکړ چې په دې مرکز کې به د لوېدیځ زون په فابریکو کې تولید شوي درمل او خوراکي توکي و ازمویل شي او د بې‌کیفیته توکو د تولید یا واردولو اجازه به ورنه کړل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي وايي: « له دې وروسته به ټول خوراکي توکي، درمل او هغه روغتیايي محصولات چې دلته په لوېدیځ زون کې تولید یا وارېدېږي، په ډېر لږ وخت کې به د همدې لابراتوار په وسیله ټېسټ شي.»

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وایي، هېواد ته د درملو قاچاق او د بې‌کیفیته درملو د واردېدو مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته شوي او قوانین وضع شوي دي.
هغه زیاتوي، د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او پر وارداتو د تکیې کمولو په موخه، په هېواد کې دننه د باکیفیته درملو تولید ته زمینه برابره شوې.
د نوموړي په خبره، هېواد کې تولید شوي درمل د روغتیايي ادارو تر څارنې لاندې دي او هڅه کېږي چې د بې‌کیفیته درملو د تولید او بازار ته د وړاندې کېدو مخه ونیول شي.

عامې روغتیا وزیر وايي: « په سرحدونو کې د قاچاقي توکو د واردېداتو مخنیوي لپاره جدي کارونه شوي. د خوراکي د کیفیت په برخه کې څه ستونزې وې، ځکه چې افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې وارداتي او مصرفي هېواد پاتې شوی، خو د کیفیت د کنټرول په برخه کې لږ کار شوی. له دې وروسته به د خوراکي توکو کیفیت د خلکو تر دسترخوا رسېدو وړاندې تضمین شي.»

دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي خوراکي توکي او درمل د کیفیت کنټرولو په موخه کابل ته لېږدول کېدل، خو اوس د دې مرکز له فعالیت سره به یاده برخه کې د سوداګرو او صنعتکارانو ۹۰ سلنه ستونزي هوارې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې
افغانستان

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

اگست 10, 2026
روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي
افغانستان

روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي
افغانستان

مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

اگست 10, 2026
تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي
افغانستان

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

اگست 9, 2026
برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي
افغانستان

برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

اگست 9, 2026
کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې
افغانستان

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

ختیځ زون کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ ډوله سپکې او درنې وسلې نیول شوې

اگست 10, 2026
روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

روسیه د هرمز تنګي بدیل په توګه د افغانستان او هند ترمنځ رېل کرښې پر جوړولو غور کوي

اگست 10, 2026
هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 10, 2026
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

اگست 10, 2026
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

اگست 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist