Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

نشه يي توکي، هغه ناوړه پدیده چې نه یوازې انساني ژوند ګواښي بلکې ټولنه بدناموي او بېلابېلې ناخوالې زېږوي.

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت ګړندیو هڅو په پایله زیاته اندازه هغه نشه يي توکي کشف شوي چې له بدخشان او نورو ولایتونو را لېږدول شوي وو.

مسوولین وایي، د دې زرګونه کلیوګرامه توکو قاچاق او کارونې په تور۱۵۰ تنه نیول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

قاري ذبیح الله هجران وايي: «  د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت په مرکز تالقانو او ۱۶ ولسوالیو کې د کره او کشفي عملیاتو په پایله کې، د نشه يي توکو د قاچاق، پلور او کارولو په تړاو ۱۵۰ تنه نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه ۲۳۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي لکه تریاک، چرس او هیرویین نیول شوي. همدارنګه ۵ ټابېلټونه او ۱۵۲ لېټره الکولي مشروبات هم کشف او نیول شوي.»

په ورته مهال، د تخار امنیه قومندانۍ مسوولین بیا په دې ولایت کې د جنایي جرمونو په تړاو هم د لسګونه کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.

د دوی په خبره، د کال له پیل راهیسې د غلا، اختطاف، اخلاقي فساد او ورته نورو قضیو کې شاوخوا ۲۵۰ تورن کسان د قانون منګولوته سپارل شوي.

د تخار ولایت امنیت امر مولوی عبدالقدیر زاهد وايي: « د جنايي جرمونو په تور مو تر اوسه شاوخوا ۲۵۰ کسان نیولي. دغه کسان د غلا، جنسي اړیکو، خپل منځي شخړو او په چاقو وهلو تورونو له امله نیول شوي.»

د تالقان اوسېدونکي د حکومتي ادارو او امنیتي اورګانونو له هڅو ستاینه کوي او وایي، کولی شي تر لرې پرتو ولسوالیو او سیمو پرته له کوم امنیتي ګواښه لاړ شي. دوی ټینګار کوي چې د امنیت لا ټینګښت کې دې مسوولین جدي  و اوسي.

د تخار اوسېدونکی عبدالفتاح وايي: « زه د اشکمش اوسېدونکی یم، له دې ځایه ځم او راځم، په ټوله لار کې خیر او خیریت دی. موږ له شته امنیت ډېر خوښ یو، خدای وکړي له دې هم ښه شي.»

د تخار اوسېدونکی خالد وايي: « له دې وړاندې جنايي جرمونه وو، خو اوس صفر ته ښکته شوي. همدارنګه امنیت هم په مرکز او هم ولسوالیو کې ټینګ دی او څه خاص خبره نه شته.»

په شاوخوا ۵ زره جرېبه ځمکو د کرل شویو کوکنارو له منځه وړل، د ۱۷۰ معتادینو درملنه او ۳۲۵ تنه نارینه او ښځینه سوالګرو ته هره میاشت د پنځه زره افغانیو معاش ورکول بیا د تخار ولایت امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره مبارزې مدیریت له نورو لاسته راوړنو بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي
افغانستان

برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

اگست 9, 2026
کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې
افغانستان

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

اگست 9, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

اگست 9, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي
افغانستان

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي
افغانستان

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

اگست 9, 2026
برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

برګمټال کې سېلابونو  ګڼ کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي

اگست 9, 2026
هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه  ۱۵ ټنه  صنعتي کورت تولیدېږي

هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه ۱۵ ټنه صنعتي کورت تولیدېږي

اگست 9, 2026
کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

اگست 9, 2026
سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

اگست 9, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist