Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د افغان حکومت رسمیت پېژندنې په اړه یوازې غړي هېوادونه پرېکړه کولی شي

ملګري ملتونه: د افغان حکومت رسمیت پېژندنې په اړه یوازې غړي هېوادونه پرېکړه کولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

ملګرو ملتونو د افغانستان اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې او په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې په تړاو ویلي چې د حکومتونو رسمیت پېژندن او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ورسپارل د ملګرملتونو نه بلکې د دې سازمان د غړیو هېوادونو له صلاحیتونو څخه دي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د ویاند مرستیال ویلي، تر اوسه هېڅ یوه هېواد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسپارلو لپاره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ داسې کوم بحث او جریان هم نه شته.

فرحان حق زیاته کړې: « د حکومتونو رسمیت پېژندنه او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکړې په تړاو  پرېکړې د ملګرو ملتونو نه بلکې د دې سازمان د غړیو هېوادونو په واک کې دي. تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت د دې لپاره په رسمیت نه دی پېژندلی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ورکړل شي. تر دې مهاله د غړیو هېوادونو ترمنځ په دې تړاو کومه بهیر یا پروسه هم نه شته او نه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له لوري نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي، خپلې چارې پیل کړې دي.»

کارپوهان بیا وايي، اسلامي امارت هغه ټول نړیوال  معیارونو پوره کړي  چې د یوه نظام د رسمیت پېژندنې لپاره شرط ګڼل کېږي.

دوی وايي، هېوادونه باید له افغانستان او افغان ولس سره دوه ګونی سیاسي چلن ونه کړي، اوسنی افغان حکومت په رسمیت وپېژني او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي څوکۍ افغانانو ته وسپاري.

د افغانستان د سټراټيژیکو څېړنو نړیوال مرکز مشر هاتف مختار وايي: « د افغانستان اسلامي امارت هم جغرافیه لري، هم ولس او هم حاکمیت. د نړیوالو قوانینو او مقرراتو تر سیوري لاندې د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانانو حق دی. موږ هیله لرو چې نړۍ له افغانستان سره دوه ګونی چلن ونه کړي. د افغانستان د خلکو او نورو ولسونو او ملکونو سره تعلق په انساني او اسلامي بنیاد او ارزښتونو او د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې د افغانستان اسلامي امارت مشروع حق دی.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ملګرو ملتونو څوکۍ په ترلاسه کولو کې د امنیت شورا د دایمي غړیو اغېز ډېر زیات دی. امریکا، انګلستان، فرانسه، چین او روسیه په کې ژور رول لري. دا چې اوس د چین او روسیې اړیکې له افغانستان سره ښې دي، ښه به دا وي چې د دې هېوادونو له لارې په امنیت شورا کې کار وشي، ترڅو د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې غښتلې شي.»

ځینې نور بیا وايي، لکه څرنګه چې اوس افغانستان د سیمې له هېوادونو سره نږدې اړیکي لري او روسیې هم د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت پېژندلی، همداسې افغانستان له غربي نړۍ  سره هم په متقابل درناوي ولاړې مثبتې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « افغانستان دا مهال د سیمې له هېوادونو سره د مثبت تعامل له لارې پرمخ روان دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دوو دایمي غړيو، روسیې او چین سره یې هم اړیکې ښې دي او دغه راز غواړي چې له غربي نړۍ سره هم د متقابل درناوي پر بنسټ د یوه مثبت تعامل لاره خپله کړي.»  

کابل  بیا تر اوسه د ملګرو ملتونو اړوند چارواکو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی او باید وروسپارل شي.

اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره د رسمي اړیکو په تړاو بیا ټینګار کړی چې له ټولو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist