هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ کنګره یا علمي ناسته د کورنیو او بهرنیو روغتیا پالانو او ډاکټرانو په ګډون ترسره شوه.
مسوولین د یادې کنګرې جوړولو موخه د متخصصینو ترمنځ د تجربو شریکول او د بهرنیو متخصصینو تجربو او وړتیاوو څخه ګټه اخستل یادوي.
د دوی په خبره، دامهال یادې څانګې کې ټول جراحي عملیات په کور دننه د لیزري ماشینونو په وسیله په پرمختتلي ډول ترسره کیږي.
د هرات یورولوژي ډاکترانو ټولنې رییس زمری نوري وايي: « نن ورځ د پښتورګو تېږي، تومور او بې اولادۍ اړوند ټول عملیات د لایزري دستګاوو له لارې ترسره کېږي. افغانستان کې دا مهال د یورولوژي خدمات تر ګاونډیو هېوادونو کم نه دي.»
بله خوا، ډاکتران بیا هېواد کې د یورولوژۍ اړوند ناروغیو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.
د دوی په خبره، په خپلسري ډول له درملو څخه ګټه اخستل، ناسمه تغذیه، د ناپاکو اوبو څښل، د غیر الکولي او ګاز لرونکو څښاکو څخه زیاته ګټه اخستل او ورزش نه کول، د دې ناروغیو زیاتوالي اصلي عوامل یادیږي.
د افغانستان جراحانو ټولنې بنسټ اېښودونکو غړی پروفیسور بسم الله شیوامل وايي: « له دې امله چې زموږ هېواد کې وقایوي امکانات نه شته، نو دا ناورغۍ هم ډېرې دي. لامل یې تر ډېره ناپاکې اوبه او غیر صحي خواړه دي.»
د پښتورګو پیوند متخصص فرید احمد اعجاز وايي: « د پښتورګو او مثانې هغه ستونزې چې تر ډېره افغانستان، د هېواد لوېدیځ زون او هرات ولایت کې شته دي، لاملونه یې د خلکو د ژوند نا مناسب حالت، د روغتیايي او پاکۍ د لارښونو نه رعایت کول، د سم غذايي رژیم نه لرل، د ګاز لرونکو څښاک توکو کارول او د فزیکي فعالیت او سپورټ نه کول دي.»
همدارنګه، بهرني متخصصان بیا که څه هم د تېر په پرتله افغانستان کې د یورولوژي ناروغیو درملنې او عملیاتو برخه کې د امکاناتو برابرېدل هیله بښونکي بولي، خو ټینګار کوي چې د نړۍ په کچه د روغتیا برخه کې د ټکنالوژۍ پرمختګ سره باید د افغانستان روغتیایي سکټور هم د نورو هېوادونو له پرمختللو روغتونونو او متخصصینو سره د اړیکو پیاوړتیا له لارې، ځان د اوسنیو پرمختګونو سره سیال کړي.
د پاکستان کراچۍ کې د یورولوژي رییس مجید رعنا وايي: « دلته خلک، ډاکتران او جراحان ټول د اړتیا وړ پوهه، وړتیاوې او اړین مهارتونه لري. دوی یوازي اړتیا لري چې د نړۍ بېلابېلو پرمختللیو علمي مرکزونو سره اړیکه ولري؛ ترڅو پر ځان باور یې لوړ شي.»
د روغتیاپالانو د معلوماتو له مخې، دا مهال هرات کې شاوخوا ۲۵ سلنه وګړي د یورولوژي اړوند او دغه راز د پښتورګو په ناروغیو اخته دي.