Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ کنګره یا علمي ناسته  د کورنیو او بهرنیو روغتیا پالانو او ډاکټرانو په ګډون ترسره شوه.
مسوولین د یادې کنګرې جوړولو موخه د متخصصینو ترمنځ د تجربو شریکول او د بهرنیو متخصصینو تجربو او وړتیاوو څخه ګټه اخستل یادوي.
د دوی په خبره، دامهال یادې څانګې کې ټول جراحي عملیات په کور دننه د لیزري ماشینونو په وسیله په پرمختتلي ډول ترسره کیږي.
د هرات یورولوژي ډاکترانو ټولنې رییس زمری نوري وايي: « نن ورځ د پښتورګو تېږي، تومور او بې اولادۍ اړوند ټول عملیات د لایزري دستګاوو له لارې ترسره کېږي. افغانستان کې دا مهال د یورولوژي خدمات تر ګاونډیو هېوادونو کم نه دي.»

بله خوا،  ډاکتران بیا هېواد کې د یورولوژۍ اړوند ناروغیو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.
د دوی په خبره، په خپلسري ډول له درملو څخه ګټه اخستل، ناسمه تغذیه، د ناپاکو اوبو څښل، د غیر الکولي او ګاز لرونکو څښاکو څخه زیاته ګټه اخستل او ورزش نه کول، د دې ناروغیو زیاتوالي اصلي عوامل یادیږي.

د افغانستان جراحانو ټولنې بنسټ اېښودونکو غړی پروفیسور بسم الله شیوامل وايي: « له دې امله چې زموږ هېواد کې وقایوي امکانات نه شته، نو دا ناورغۍ هم ډېرې دي. لامل یې تر ډېره ناپاکې اوبه او غیر صحي خواړه دي.»

د پښتورګو پیوند متخصص فرید احمد اعجاز وايي: « د پښتورګو  او مثانې هغه ستونزې چې تر ډېره افغانستان، د هېواد لوېدیځ زون او هرات ولایت کې شته دي، لاملونه یې د خلکو د ژوند نا مناسب حالت، د روغتیايي او پاکۍ د لارښونو نه رعایت کول، د سم غذايي رژیم نه لرل، د ګاز لرونکو څښاک توکو کارول او د فزیکي فعالیت او سپورټ نه کول دي.»

همدارنګه، بهرني متخصصان بیا که څه هم د تېر په پرتله افغانستان کې د یورولوژي ناروغیو درملنې او عملیاتو برخه کې د امکاناتو برابرېدل هیله بښونکي بولي، خو ټینګار کوي چې د نړۍ په کچه د روغتیا برخه کې د ټکنالوژۍ پرمختګ سره باید د افغانستان روغتیایي سکټور هم د نورو هېوادونو له پرمختللو روغتونونو او متخصصینو سره د اړیکو پیاوړتیا له لارې، ځان د اوسنیو پرمختګونو سره سیال کړي.

د پاکستان کراچۍ کې د یورولوژي رییس مجید رعنا وايي: « دلته خلک، ډاکتران او جراحان ټول د اړتیا وړ پوهه، وړتیاوې او اړین مهارتونه لري. دوی یوازي اړتیا لري چې د نړۍ بېلابېلو پرمختللیو علمي مرکزونو سره اړیکه ولري؛ ترڅو پر ځان باور یې لوړ شي.»

د روغتیاپالانو د معلوماتو له مخې، دا مهال هرات کې شاوخوا ۲۵ سلنه وګړي د یورولوژي اړوند او دغه راز د پښتورګو په ناروغیو اخته دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist