Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له خپل چیني سیال ژاو شینګ سره په لیدنه کې بیاځل د دواړو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې کارېدنې ادعا تکرار کې.

محمدصادق خان تور پورې کړی چې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې د چین حکومت ضد ډله ده، په افغانستان کې فعالیت لري.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په دې اړه بحث او لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ضد د دوه اړخیزې همغږۍ ایجادولو او په دې برخه کې د همکارۍ پر پراخولو سلا شوي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي: « په دې لیدنه کې مو د ټي‌ټي‌پي او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ګواښونو په تړاو چې له افغان خاورې فعالیت کوي، بحثونه وکړل او پر دې سلا شوو چې دوه اړخیزه همغږي وغځوو او د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکارۍ لا ژورې کړو، ترڅو په سیمه کې سوله، امنیت او ثبات خوندي پاتې شي.»

اسلامي امارت په ځلونو د نورو پر ضد د افغان خاورې کارونې ادعاوې او تورونه رد کړي او برعکس پاکستان یې د اوسني حکومت ضد وسله‌والو پر روزنې او تجهیز تورن کړی.

د پاکستان سټبلېشمنټ که څه هم د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د کره شواهدو په راوړلو کې پاتې راغلی، خو افغان لوري له کرښې هاغاړه د داعش خراسان ډلې د مرکزونو موجودیت په تړاو موثق ثبوته وړاندې کړي، خو له پامه غورځول شوي دي.

په دې اړه د پاکستان له بیابیا بېغورۍ او د اندېښنو له بابېزه ګڼلو وروسته، اسلامي امارت کابو یوه اوونۍ وړاندې هم د جولای په ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د داعش خراسان پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړل.

ویل کیږي چې له دغو مرکزونو د افغانستان پر وړاندې د بریدونو د پلان جوړونې په توګه کار اخستل کېده او د یادې ډلې غړو په کې روزنه ترلاسه کوله.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « واقعیت دا دی چې د پاکستان نظامیان او استخباراتي اډه د دغو ناخوالو او ترهګرو ډلو جوړولو  او د افغانستان نا امنه ساتلو لپاره یې کارول د دوی سټراټیژیک عمق دی.»     

له دې سربېره، د کونړ امنیه قومندان ضیا الحق حامد، تېره میاشت له شمشاد سره په مرکه کې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د هغو وسله‌والو د نیولو خبر ورکړی و چې له کرښې دې غاړې ته یې د را اوښتو هڅه کوله.

د چارو شنونکي د نورو اړخونو سربېره له تخنیکي او مالي پلوه هم د داسې وسله‌والو ډلو روزنه، تجهیز او کارونه چې په لویه کچه د یوه هېواد امنیت وننګوي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان له توانه بهر خبره بولي.

 دوی وايي، دا امکان نه لري چې له افغانستانه ورغلې وسله‌وال دې له کرښې تېر او د دویم هېواد د خاورې په عمق کې بریدونه وکړي او مخه دې ونه نیولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « دوی هڅه کوي هغه ډلې هم و روزي او دلته یې راواستوي چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې ګواښ رامنځته کوي. د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ډېر کله دا ډول خلک نیولي یا له منځه وړي دي.»     

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان داسې ادعاوې کوي بلکې د دې هېواد ګڼو ملي او پوځي لوړ پوړو چارواکو تر دې وړاندې ورته څرګندونې مطرح کړې دي چې اسلامي امارت په کلکه رد او هلته روانه امنۍ یې د یاد هېواد کورنۍ مسئله بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist