د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ( یوناما) مرستیال رامز اکبروف یو ورځنی سفر پایته ورسېد او د دې سفر موندنې یې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،وروستیو زلزلو تر ۲۰۰۰ بابه کورونه نړولي او یا ویجاړ کړي او زیاتوي،چې لسګونه زره نور کورونه د پرېوتو له ګواښ سره مخ دي.
د یوناما مرستیال رامز اکبروف وايي:«د تېرې ورځې سفر ماته دا په ډاکه کړه،چې د افغانستان خلک په څومره کړاو کې دي او څومره مقاومت کوونکي دي. په دغو سیمو کې د خوړو ویش، سرپناه برابرول، د څښاک د اوبو چمتو کول او د کولرا ناروغۍ د مخنیوي لپاره چمتووالي خورا اړین دي.»
اکبروف وايي، که له زلزله ځپلو خلکو سره د خوراکي او سرپناه مرستو په ګډون د سړکونو رغولو او ټیلیفوني آنتن چمتو کولو مرسته ونه شي، له نورو ناورینونوسره به مخ شي.
په ورته وخت کې اکبروف وايي، له زلزله ځپلو سره یې د مرستې لپاره درې میاشتنی پلان جوړ کړی دی،چې په ترکیب کې به یې ټول مرستندویه سکتورنه شامل وي.
هغه زیاته کړه:« که څه هم مرستندویانو په دې تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان سره ډېرې سخاوتمندانه مرستې وکړي،خو زه پر نړیوالې ټولنې یو ځل بیا غږ کوم،چې دا ځل دې مرستې لا ډېرې او پراخې کړي،ځکه دا خلک له یو بل بېړني حالت سره مخ دي.»
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي، خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو سیمو کې یې د نړېدلو یا زیانمن شویو کورونو سروې روانه ده او له بشپړېدو وروسته به د مرستو رسولو بهیر پیل شي.
شمېرې ښیي،چې خوست او پکتیکا کې د وروستیو زلزلو له امله یوازې ۱۵۴ ماشومان مړه شوي او ۲۵۰ نور ژوبل دي.
د اسلامي امارت کډوالو چارو وزارت ویلي،د اړوندو وزارتونو او افغانستان کې له میشتو مرستندویه موسسو سره پر ګډه یې یو کمېسیون جوړ کړی دی،چې دنده به یې د بشري مرستو سم مدیریت وي.