Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اکبروف: پکتیکا کې لسګونه زره بابه کورونه د پرېوتو له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/28

د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو  د سیاسي استازولۍ( یوناما) مرستیال رامز اکبروف یو ورځنی سفر پایته ورسېد او د دې سفر موندنې یې له رسنیو سره شریکې کړې.

 د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،وروستیو زلزلو تر ۲۰۰۰ بابه کورونه نړولي او یا ویجاړ کړي او زیاتوي،چې لسګونه زره نور کورونه د پرېوتو له ګواښ سره مخ دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،د پکتیکا ګیان ولسوالۍ چې تر ټولو ډېره ځپل شوې ده، زلزلو په کې د ۱۳۵ ماشومانو په ګډون ۲۳۵ کسان مړه کړي او ۶۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د یوناما مرستیال رامز اکبروف وايي:«د تېرې ورځې سفر ماته دا په ډاکه کړه،چې د افغانستان خلک په څومره کړاو کې دي او څومره مقاومت کوونکي دي. په دغو سیمو کې د خوړو ویش، سرپناه برابرول، د څښاک د اوبو چمتو کول او د کولرا ناروغۍ د مخنیوي لپاره چمتووالي خورا اړین دي.» 

اکبروف وايي، که  له زلزله ځپلو خلکو سره د خوراکي او سرپناه مرستو په ګډون د سړکونو رغولو او ټیلیفوني آنتن چمتو کولو مرسته ونه شي، له نورو ناورینونوسره به مخ شي.

په ورته وخت کې اکبروف وايي، له زلزله ځپلو سره یې د مرستې لپاره درې میاشتنی پلان جوړ کړی دی،چې په ترکیب کې به یې ټول مرستندویه سکتورنه شامل وي.

هغه زیاته کړه:« که څه هم مرستندویانو په دې تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان سره ډېرې سخاوتمندانه مرستې وکړي،خو زه پر نړیوالې ټولنې یو ځل بیا غږ کوم،چې دا ځل دې مرستې لا ډېرې او پراخې کړي،ځکه دا خلک له یو بل بېړني حالت سره مخ دي.» 

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي، خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو سیمو کې یې د نړېدلو یا زیانمن شویو کورونو سروې روانه ده او له بشپړېدو وروسته به د مرستو رسولو بهیر پیل شي.

شمېرې ښیي،چې خوست او پکتیکا کې د وروستیو زلزلو له امله یوازې ۱۵۴ ماشومان مړه شوي او ۲۵۰ نور ژوبل دي.

د اسلامي امارت کډوالو چارو وزارت ویلي،د اړوندو وزارتونو او افغانستان کې له میشتو مرستندویه موسسو سره پر ګډه یې یو کمېسیون جوړ کړی دی،چې دنده به یې د بشري مرستو سم مدیریت وي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist