Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو  کورنیو  ته ډاډ ورکړ چې حکومت په دې سختو شېبو کې د دوی ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.

برادر په سېلابونو کې زیانمنې شوې کورنۍ مخاطبې کړې او وویل چې نورستان د افغانستان خاوره او اوسېدونکي یې د دې خاورې بچیان دي.

د ملا برادر په خبره، له سېلابونو وروسته د هېواد له ګوټ ګوټ  څخه چارواکي او خلک نورستان ته ورغلل، ترڅو له زیانمن شویو خلکو سره خپل یووالی وښيي.

برادر د نورستان له خلکو هم وغوښتل چې له اسلامي امارت څخه د ملاتړ لپاره باید یو موټي او متحد و اوسي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې: «  دا ځای د افغانستان یوه خاوره ده او تاسو د دې خاورې بچیان یاست. ټول افغانستان یو کور دی او جدايي یې ترمنځ نه شته. زه تاسو اطمینان درکوم هغه ستونزې چې محترم معاون صاحب بیان کړې، موږ به یې په تدریج سره ټولې هوارې کړو. دا کوم شی چې تاسو ته د الله له جانب څخه رسېدلی، انشاالله تر هغه نه کمېږي بلکې زیاتېږي به. د انسانانو بدله څوک نه شي ورکولی، خو د مالي زیانونو به بدله ورکړو. تاسو به هم د نظام داسې ملاتړ کوی لکه څرنګه چې د افغانستان له هر کونج څخه خلکو ستاسو ملاتړ وکړ. موږ ټول باید یو ذهن او یو فکر ولرو.»

د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي هم ملګرتیا کوله. دوی په نورستان کې د سېلابونو له کبله له زیانمنو شویو کورنیو سره اووه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته د نورستان مرستیال  والي ته وسپاره.

د نورستان په مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې پېښ شول، د سر او مال درانه زیانونه واوښتل.

په دغو سېلابونو کې د نورو کسانو ترڅنګ، د پارون ښاروال او په پارون کې د یوه کنډک د قومندان په ګډون، یو شمېر دولتي مسوولینو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بله خوا، د نورستان مرستیال والي د ریاست والوزرا اقتصادي مرستیال او ملګري پلاوي ته یې د سېلابونو پر مهال د اوښتو زیانونو معلومات وړاندې کړل.

ده په خپلو خبرو کې ښاغلي برادر ته ډاډ ورکړ چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې به په پوره رڼتیا ووېشلې شي.

د نورستان مرستیال والي مولوي  فیصل مختار وايي: « زه دا اطمینان ورکوم چې مرستې به مستحقو کسانو ته رسېږي، موږ به دېته ادارې ترتیب جوړ کړو.»

نورستان د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د اراضۍ ډېره برخه یې په غرونو او ځنګلونو پوښلې ده او ډېره لږه هواره ځمکه لري.

دا سېلابونه داسې مهال راوتلي وو چې په هغو ورځو کې پارون او شاوخوا سیمې له سیلانیانو څخه ډکې وې، خو له شته اندېښنو سربېره، دوی ته زیات زیان نه دی اوښتی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist