Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

د ارشاد، حج او او قافو وزارت وایي، روان کال۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي و چې د هرحاجي لګښت ۲۶۶ زره ۴۰۰ افغانۍ محاسبه شوی و، خو د دغو مراسمو په پای کې څرګنده شوه چې د هرحاجي له لګښت څه باندې درې زره افغانۍ اضافه شوې دي.

د ارشاد، حج او قافو وزیر وايي، په ټولیز ډول د ۳۰ زره افغان حاجیانو د حج لګښت څه باندې ۷ میلیارده ۷۲۳ میلیونه افغانۍ شوی چې د حاجیانو  له ټولو تحویل شویو پیسو څخه څه باندې ۹۴ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ اضافه شوې دي چې په شفافه توګه به بېرته حاجيانو ته ورکړل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب وايي: « له محترمو حاجیانو څخه ټولې ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې. په دې کې د هر حاجي لګښت ۲۶۶ زره ۴۰۰ افغانۍ و. په حج کې ټولې مصرف شوې پیسې ۷ میلیارده، ۷۲۳ میلیونه، ۷۴۱ زره، ۵۸۳ افغانۍ مصرف شوې دي.»

د یاد وزارت چارواکي وايي، د دوی د محاسبې له مخې، د دغو څه باندې ۹۴ میلیونه  او  پنځه سوه زره اضافه شویو افغانیو څخه هر حاجي ته ۳ زره۲۲۳ افغانۍ ورسیږي او حاجيان کولی شي خپلې اضافه شوې پیسې  له راتلونکې شنبې په مرکز او ولایتونو کې ترلاسه کړي.

شیخ نور محمد ثاقب په دې اړه وايي: « د حاجیانو له مجموعي راجمع شویو پیسو څخه ۹۴ میلیونه، ۵۶۵ زره ۶۱۶ افغانۍ پاتې دي. زموږ له دقیقې محاسبې وروسته هر حاجي ته ۳ زره ۲۲۲ افغانۍ بېرته ورکول کېږي.»

په ورته مهال، چارواکي د روان کال د حج فریضې پرمهال د ۱۹ تنو افغان حاجیانو د مړینې خبر ورکوي او وايي، یاد حاجیان په طبیعي مرګ مړه شوي دي.

د یاد وزارت د حج، عمرې او زیارتونو رییس وايي،  درې نور افغان حاجیان بیا د ناروغۍ له امله په سعودي عربستان کې تر درملنې لاندې دي چې اوس یې روغتیايي وضیعت ښه دی او ژر به هېواد ته را ستانه شي.

محمد نبي محمدي وايي: « زموږ د حاجیانو په مرګ ژوبله کې کال په کابل کمښت راځي، ځکه چې دوی ته هر څه سم برابر شوي دي. موږ د سږ کال په حج کې ۱۹ تنه وفات شوي حاجیان لرل چې ټول یې په طبیعي مرګ مړه شوي دي.»

هرکال افغانستان ته د سعودي عربستان له لوري د حج فریضې اداء کولو په برخه کې شاوخوا۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکول کیږي، خو چارواکي وايي هڅې یې پیل کړې دي چې د افغانستان د حاجیانو سهمیه نوره هم زیاته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist