Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ساپی: صنعت کارانو ته دې له امنیتي وضعیت سربېره اسانتیاوې برابرې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/26

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال چنګاښ پر ۴ مه» کابل کې د يوه رسنیز کنفرانس له لارې خپلې ستونزې او د دوی د کار پر وړاندې د شته ننګونو یادونه وکړه.

د یادې ټولنې مشرعبدالجبار ساپی وايي،صنعت کارانو پر کور دننه په میلونونو ډالر پانګونه کړې، زرګونو کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او پر وینا یې اسلامي‌امارت دې د دوی ستونزې حل کړي.

ساپی زیاته کړه:« د سوداګرۍ او صنعت وزارت پرېکړه کړې وه، چې ټول بنسټونه به راټول شي. موږ له ډېری بنسټونو سره لېده کاته کړي دي،چې یو ځانګړی کمېسیون، چې هغه د افغانستان پر اقتصاد پوه شي، د پانګه وال پر ستونزو پوه شي او دا میلیونه ډالر مو چې له لاسه ورکړي، دا بېرته څنګه راجذب کړو.» 

يو شمېر نورو پانګوالو د برېښنا کمښت د تولید پر وړاندې لویه ننګوله وبلله او په خبره یې هره کارخونه دوامداره برېښنا ته اړتیا لري، خو دوی په ۲۴ ساعتونو کې د څو ساعتونو لپاره بريښنا لري. 

د صنعت کارانو ټولنې مرستیال نجیب الله ساپی وايي:« هغه ستونزې چې موږ لرلې د برېښنا له اړخه وې چې هغه هم اوس تر ډېره حل شوې. د برېښنا نوي مشرتابه یو څه سهولتونه راوستې خو باید خپله برېښنا ولرو او تر کله به د ګاونډیو په برېښنا پایوو.» 

د صنعت کارانو ټولنې اجرائیه مشر عبدالبصیر وايي:« کله چې پسرلی یا اوړی کېږي نو برېښنا په بېلابېلو پلمو کمیږي یا هم هېڅ نه وي او تخنیکي ستونزې او ګڼې نورې پلمې یې زموږ پر وړاندې ځواب وي. زموږ برېښنا کله ۱۲ کله ۱۰ او کله ۸ ساعته نه وي.»   

صنعت کارانو په هېواد کې د وروستیو طبعي پيښو له کبله زیانمنو شویو کورنیو سره د ۱۵ میلونه افغانیو مرستې ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې دغه مرستې باید په شفافه توګه ووېشل شي.

د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:« که وګورو، نړیوالو مرستې وکړې، افغانانو مرستې اعلان کړې. د اسلامي امارت له حکومته  مو غوښتنه دا ده،چې دا مرستې منظمې شي  او په هغه ځای کې چې وېشل کېږي، هلته دې پر دې یوه سروې وشي.  ګټګورۍ جوړې شي. موږ  د کورونا وبا پر مهال ډېرې مرستې راټولې کړې. هر افغان به چې مرسته کوله، ټېنګار به یې دا وه،چې دا مرسته مستحق کس ته ورسېږي. د دې لپاره باید یو کمېسیون موجود وي، چې افغانان کومه مرسته کوي، هغه په داخل کې دي او که هېواده بهر، یا موسسې مرستې کوي، چې دا باید د چا شخصي جیب ته ولاړې نه شي. » 

صنعت کارانو له اسلامي امارته غوښتنه وکړه، ترڅو د بهر میشتو افغان سوداګرو راتګ لپاره يو اقتصادي کمېسیون جوړ او د بېرته راتګ له پاره ورته زمینه برابره کړي.

د دوی په خبره په دې چارې سره به افغانستان کې پانګونه زیاته او خلکو ته به کاري فرصتونه هم برابر شي. 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist