Skip to content
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال چنګاښ پر ۴ مه» کابل کې د يوه رسنیز کنفرانس له لارې خپلې ستونزې او د دوی د کار پر وړاندې د شته ننګونو یادونه وکړه.
د یادې ټولنې مشرعبدالجبار ساپی وايي،صنعت کارانو پر کور دننه په میلونونو ډالر پانګونه کړې، زرګونو کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او پر وینا یې اسلاميامارت دې د دوی ستونزې حل کړي.
ساپی زیاته کړه:« د سوداګرۍ او صنعت وزارت پرېکړه کړې وه، چې ټول بنسټونه به راټول شي. موږ له ډېری بنسټونو سره لېده کاته کړي دي،چې یو ځانګړی کمېسیون، چې هغه د افغانستان پر اقتصاد پوه شي، د پانګه وال پر ستونزو پوه شي او دا میلیونه ډالر مو چې له لاسه ورکړي، دا بېرته څنګه راجذب کړو.»
يو شمېر نورو پانګوالو د برېښنا کمښت د تولید پر وړاندې لویه ننګوله وبلله او په خبره یې هره کارخونه دوامداره برېښنا ته اړتیا لري، خو دوی په ۲۴ ساعتونو کې د څو ساعتونو لپاره بريښنا لري.
د صنعت کارانو ټولنې مرستیال نجیب الله ساپی وايي:« هغه ستونزې چې موږ لرلې د برېښنا له اړخه وې چې هغه هم اوس تر ډېره حل شوې. د برېښنا نوي مشرتابه یو څه سهولتونه راوستې خو باید خپله برېښنا ولرو او تر کله به د ګاونډیو په برېښنا پایوو.»
د صنعت کارانو ټولنې اجرائیه مشر عبدالبصیر وايي:« کله چې پسرلی یا اوړی کېږي نو برېښنا په بېلابېلو پلمو کمیږي یا هم هېڅ نه وي او تخنیکي ستونزې او ګڼې نورې پلمې یې زموږ پر وړاندې ځواب وي. زموږ برېښنا کله ۱۲ کله ۱۰ او کله ۸ ساعته نه وي.»
صنعت کارانو په هېواد کې د وروستیو طبعي پيښو له کبله زیانمنو شویو کورنیو سره د ۱۵ میلونه افغانیو مرستې ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې دغه مرستې باید په شفافه توګه ووېشل شي.
د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:« که وګورو، نړیوالو مرستې وکړې، افغانانو مرستې اعلان کړې. د اسلامي امارت له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې دا مرستې منظمې شي او په هغه ځای کې چې وېشل کېږي، هلته دې پر دې یوه سروې وشي. ګټګورۍ جوړې شي. موږ د کورونا وبا پر مهال ډېرې مرستې راټولې کړې. هر افغان به چې مرسته کوله، ټېنګار به یې دا وه،چې دا مرسته مستحق کس ته ورسېږي. د دې لپاره باید یو کمېسیون موجود وي، چې افغانان کومه مرسته کوي، هغه په داخل کې دي او که هېواده بهر، یا موسسې مرستې کوي، چې دا باید د چا شخصي جیب ته ولاړې نه شي. »
صنعت کارانو له اسلامي امارته غوښتنه وکړه، ترڅو د بهر میشتو افغان سوداګرو راتګ لپاره يو اقتصادي کمېسیون جوړ او د بېرته راتګ له پاره ورته زمینه برابره کړي.
د دوی په خبره په دې چارې سره به افغانستان کې پانګونه زیاته او خلکو ته به کاري فرصتونه هم برابر شي.