Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/29

د څارنې او څېړنې یوه بنسټ په یوې تحلیلي  مقاله کې ویلي، د چابهار بندر له سټراټیژیک موقعیت سربېره، د افغانستان، هند او ایران د  اقتصادي ودې او ثبات لپاره  حیاتي ارزښت لري.

د مقالې لیکوال د امریکا او ایران جګړه او پر تهران د واشنګټن اقتصادي بندیزونه او  محدودیتونه هغه لاملونه یاد کړي چې کولی شي د دې بندر له لارې افغانستان او هند له ترلاسه کېدونکو اقتصادي ګټو بې برخې او زیانمن کړي.

په دې څېړنیزه مقاله کې ادعا شوې چې اوسمهال  په جیوپولټیکو بدلونونو کې کلابند شوی دغه بندر له یوه ناڅرګند وضعیت سره مخ شوی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د امریکا او ایران په جګړه کې ایران نه غواړو د خپلو ګټو پر بنسټ چابهار بندر ته ستونزې جوړې کړي، همدارنګه زه فکر کوم امریکا هم د افغانستان او هند لپاره په دې بندر کې د خنډ جوړولو نیت نه لري. په اوسني حالت کې څه نا څه ډار شته او کېدای شي له فعالیت څخه لوېدلی وي، خو په ټوله کې بېرته احیا کېږي او فعالیت به کوي.»

د دې تحلیلي ارزونې په یوه برخه کې راغلي، له هغې وروسته چابهار بندر افغانستان ته د یوه مهم بندر په توګه حساب شو چې په تدریجي ډول یې له دې لارې واردات او صادرات زیات شول او د پاکستان له لارو پر سوداګرۍ تکیه راکمه شوه.

شنونکي وايي، چابهار سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره تړي او افغانستان ته ترې د میلیاردونو ډالرو واردات او صادرات کېږي. د دوی په خبره، پر دې بندر هر ډول وضعیت به د افغانستان اقتصادي وضعیت او ثبات هم اغېزمن کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی وايي: « چابهار د افغانستان د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټ لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.»

د څارنې او څېړنې یاد بنسټ  په دې تحلیلي مقاله کې افغانستان ته د چابهار له لارې د اوسنيو صادراتو او وارداتو کچه نه ده یاده شوې، خو په ۲۰۲۴ کې زېږدیز کال له دې بندر څخه د صادراتو عمومي ارزښت ۱۲۷ میلیون ډالر او وارداتو کچه ۲.۵ میلیارد ډالر ګڼل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026
مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي
افغانستان

مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

جولای 29, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل
افغانستان

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي
افغانستان

د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي

جولای 28, 2026

وروستي خبرونه

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026
مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

جولای 29, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist