Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د ملګرو ملتونو د کرنې او خواړو اداره(اېف‌اې‌او) وایي، د شاه ولي کوټ ولسوالۍ دغه چکډیم به د یو کال په موده کې بشپړ او ګټه اخستنې ته وسپارل شي.

افغانستان کې د دې ادارې مشر رچارډ ټرینچارډ په خبره، دغه چکډیم به ۱۳۷ متره اوږدوالی، ۹۳ متره پراخوالی او ۱۱ متره لوړوالی ولري او ټولې چارې به یې په اساسي او کانکرېټي بڼه ترسره شي.

نوموړی زیاتوي، چکډیم به د ۸۲ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري، ۴۳ زره او ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د جوړېدو پر مهال به یې سلګونو سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته لنډمهاله کاري زمینه هم برابره شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خواړو ادارې مشر زیاتوي: « د کندهار په څېر سیمو کې تر ټولو مهمه اړتیا دا ده چې له خلکو سره مرسته وشي، ترڅو خپلې د اوبو سرچینې په اغېزمنه او غوره توګه مدیریت کړي. نن موږ دلته د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د سوزنیان په سیمه کې د یوه چکډېم د پرانستې لپاره راټول شوي یو. دا به نسبتاً لوی چک ډېم وي چې شاوخوا ۱۴۰ متره اوږدوالی او نږدې اته متره لوړوالی به ولري. دا کوچنی بند به مرسته وکړي چې کله باران وشي، اوبه د ناڅاپي سېلابونو په بڼه ضایع نه شي او په چټکۍ سره له درې ووځي بلکې همدلته به وساتل شي.»

د اېف‌اې‌او مشر دغه راز ویلي چې دا چکډیم به داوبو د بهیدو مخه ونیسي او ورسره به د ځمکې لاندې اوبو زېرمې هم تغذیه شي.

ټرینچارډ  ویلي چې دوی هیله مند دي د دې کوچني بند په جوړېدو سره د کرنیزو ځمکو د اوبه خور سیسټمونه چې د ویالو او کانالونو له لارې ترسره کیږي، بېرته فعاله شي.

ریچارد ټرینچارد په دې اړه وايي: « دا به د اوبو د بهېدو مخه ونیسي، تر ځمکې لاندې اوبه به تغذیه کړي او هغه ویالې او کانالونه به چې کرنه پرې ولاړه ده، بېرته له اوبو ډک شي. په دې توګه به هم د ناڅاپي سېلابونو مخه ونیول شي او هم به اوبه بېرته خپلو طبیعي زېرمو، د اوبو حوزو، ځمکې او کرنیزو کانالونو ته ورستنې شي. زموږ کارونه په دوو برخو کې دي؛ لومړی، بېړنی غبرګون او ملاتړ دی، خو دا یوازې له وچکالۍ وروسته مرستې نه دي. دا هم مهمه ده چې له بزګرانو سره مرسته وشي ترڅو د وچکالۍ وړاندوېینه وکړي او له مخکې پوه شي چې سخت کال په مخ کې دی، ترڅو خپل کرنیز فعالیتونه ورسره سم عیار کړي.»

د ملګرو ملتونو د کرنې او خواړو ادارې  مشر دې ټکي ته هم اشاره کړې چې دا یوازې د کرنې موضوع نه ده بلکې مالداري هم ده چې ورته د جدي پاملرنې اړتیا ده.

د هغه په خبره، څړځایوه بایدخوندي شي، دڅارویو د ناروغیو مخه ونیولی شي او ډاډ ترلاسه شي چې څاروي کافي خواړه لري.

له بلې خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت وايي، د اوبو دمدیریت په موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو چیکډیمونه جوړېږي.

د چارواکو په خبره، له دې چکډیمونو سره به باراني اوبه مهار، تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه، د اقلیمي بدلونونو اغېزې راکمې، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو اړتیاوې پوره، د سیلابونو مخنیوی او د اوبو مدیریت به لا ښه شي.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني وايي: « د اسلامي امارت مشرتابه ټولو وزارتونو ته هدایت کړی چې د اوبو د مدیریت په اړه هڅې وکړي. موږ د همدې هدایت له مخې د هر ولایت په ولسوالیو کې چک ډیمونه جوړ کړي او اوس دا دی د سوزنانو په سر کې یو لوی چکډیم جوړوو.»

بله خوا، د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د دې پروژې هرکلی کوي، خو وایي سیمه یې له سختې وچکالۍ سره مخ ده او غوښتنه کوي چې د اوبو د کمښت د حل لپاره دې ورته نور چکډیمونه او د اوبو مهارولو پروژې هم پلي شي.

د شاه ولي کوټ اوسېدونکی حاجي حضرت وايي: « موږ وچکالۍ ډېر سخت ځپلي یو، اوبه نه لرو او دا ډول بندونه موږ ته ډېر مهم دي. زموږ باغونه وچ شوي، ځمکې مو وچې شوې دي او حتا د څښاک اوبه نه لرو.»

د شاه ولي کوټ اوسېدونکی حکمت الله وايي: « زموږ ساحه کې اوس تر ځمکې لاندې اوبه هم وچې شوې، حتا د اوداسه اوبه نه لرو. چې دا بند جوړ شي، موږ به اوبه ولرو او کښتونه به وکرو او باغونه به کېنوو.»

د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ ترڅنګ ډېرې نورې ولسوالۍ هم د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او اوسېدونکې یې د دوی دغې ستونزي ته د ژر رسېدني غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist