Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

ګڼې ملي او نړیوالې ادارې په نورستان کې د ورستیو سېلاب ځپلو مرستې او ژغورنې ته ورغلي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند ویلي، دغو سېلابونو تر دې دمه د څلوېښتو کسانو ژوند اخستی، ګڼ نور ټپیان او تری تم دي چې په خبره یې، ورته د رسېدنې لپاره د ژغورنې او موندنې علمیات پیل شوي دي.

سټیفن دوجاریک ویلي، د همکارو ادارو ګرځند روغتیايي ټیمونه اغېزمنو شویو سیمو ته رسېدلي او هلته یې لومړني ګامونه پورته کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند ویلي: « ډېرو اغېزمنو سیمو کې د موندنې او ژغورنې عملیات روان دي او زموږ د بشري مرستو شریکانو هم پېښې ته د رسېدنې په موخه خپلې ارزونې او پلان جوړول پیل کړي دي. د بشري مرستو په برخه کې زموږ لومړیتوبونه د لنډمهاله سرپناوو برابرول، د خوراکي توکو مرسته، روغتیايي خدمتونه، د کورنیو اړین توکي او رواني ملاتړ دی.»

په ورته مهال، افغانستان کې د دې سازمان د بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) له ځاني مرګ ژوبلې او مالي زیانونو ترڅنګ، د پراخو ویجاړیو خبر او له خپله اړخه یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو  همغږۍ ادارې ویلي: « په خیتځ نورستان کې لومړنۍ ارزونې د پراخې ویجاړۍ ښکاروندويي کوي. خلک له منځه تللي، کورونه ویجاړ شوي، سړکونو زیان لیدلی، د ابو سیسټمونه اغېزمن او د ژوند چارې له خنډ سره مخ شوې دي.»

همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) هم له سېلاب ځپلو کورنیو سره غمشریکي ښودلې او د پوره مرستې خبره یې کړې.

هاخوا کابل کې د ترکیې او سعودي عربستان سفارتونو پر دغې پېښې خواشیني او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې.

د عامې روغتیا وزارت بیا په نورستان کې د ټپیانو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ غونډه وربللې او په کې د ټپیانو پر چټکې درمنلې، د زیامنو شویو د روغتیايي اړتیاوو پر ارزونې او د اړینو درملو او تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار شوی.

په ورته مهال، ملي دفاع وزارت وايي، د دوی مرسته کوونکي ټیمونه هم په سیمه کې د سېلاب ځپلو د ژغورنې او مرستو په عملیاتو بوخت دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحید‌الله محمدي وايي: «  ختیځ کې د خالد بن ولید قول اردو ځواکونه د نورستان خلکو مرستې ته رسېدلي او عملا ً یې د هغو اجسادو پلټنه پيل کړې چې تر ودانیو لاندې پاتې دي.»     

دا داسې مهال ده چې تېره دوشنبه د نورستان مرکز پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله تر دې دمه ۲۶ تنه مړه، څه باندې اتیا تنه ټپیان او تر سلو زیات تری تم دي.

دېته په کتو، په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د له لاسه تللیو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي احتمال هم لوړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist