Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپل کې د اوبو مدیریت او برېښنا د تولید په موخه ٨ بندونه جوړېږي

سرپل کې د اوبو مدیریت او برېښنا د تولید په موخه ٨ بندونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/22

د سرپل له غرونو راټوکېدلي سیندونه چې ډېری یې د بامیان بند امیر چینو څخه سرچینه اخلي،  هر کال د پسرلنیو سېلابونو په مستو څپو د سیندونو پر غاړه مېشتو کورنیو ته د سر او مال درانه زیانونه اړوي.

د همدې څپانده سیندونو له بهیر څخه یوازې څو کیلومتره لرې، سلګونه کورنۍ د وچکالۍ له تندې او د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي چې د اوبو اغېزناک مدیریت ته لا ډېره اړتیا په ډاګه کوي.

د سرپل ولایت د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، د اوبو  مدیریت او د برېښنا تولید په موخه یې د اتو بندونو د سروې او ډیزاین چارې پیل کړې دي.

د سرپل سیندیزې حوزې رییس قاري بهرام الدین عمري وايي: « د اتو بندونو سروې شوې او ډیزاین یې په عملي توګه پيل شوی. د دغو له ډلې د دوو بندونو ډیزاین هم بشپړ شوی چې یو په کې د اختیار درې بند او بل هم د سنچارک بند دی. همدارنګه نږدې راتلونکي کې به د سلطان ابراهیم بند ډیزاین هم بشپړ شي.»

د سرپل ځایي مسوولین وایي، د کورنۍ برېښنا د تولید ترڅنګ د یاد ولایت اوسېدونکو لپاره د وارداتي برېښنا د پراختیا په موخه هم درې پروژې منظورې شوې  چې ټاکل شوې ده عملي چارې یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې له سرپل ښار څخه د سوزمه‌قلعې، ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو ته د برېښنا شبکې غځول شامل دي چې په پلي کېدو سره به یې د دغو سیمو ګڼ اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.

بهرام الدین عمري په دې اړه وايي: « سوزمه قعله، سنچارک او ګوسفندي ولسوالیو کې د بندونو جوړول د جمهوریت پرمهال سروې شوې وه، اوس یې د جوړېدلو منظور راغلې او قرارداد ته سپارل شوي، خو عملي کار یې نه دی پيل شوی. له دې سره به یادو درېیو ولسوالیو ته برېښنا وغځول شي.»

بله خوا، د سرپل ولایت اوسېدونکي او اقتصادي کارپوهان د اوبو مدیریت د اقتصادي ودې، کرنیز پرمختګ او ټولنیزو ستونزو د هواري لپاره مهم بولي او د یادو پروژو هرکلی کوي.

د دوی په خبره، د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتوالی او د اوبو اغېزناک مدیریت په مستقیم ډول د خلکو پر ژوند مثبت اغېز کوي.

د سرپل اوسېدونکی حیات الله اسحاقزی وايي: « د دې بندونو له اوبو څخه به د اوړي په فصل کې ګټه اخلو. موږ له حکومت غوښتنه کوو چې د سروې او ډیزاین شویو بندونو کارونه ژر تر ژره پیل او ګټه اخستنې ته چمتو کړي.»

اقتصادي کارپوه عبدالظهور مدبر وايي: « افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ له پلوه بډایه هېواد دی. هرڅومره چې موږ په دې سکټور کې فعالیت ولرو او په ځانګړې توګه برېښنا تولید کړو، کولی شي د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول ولري.»

سرپل ولایت چې لس ولسوالۍ لري، تر اوسه یې هېڅ یوه له برېښنا څخه برخمنه نه ده مګر تمه کېږي چې د منظورو شویو پروژو په پلي کېدو سره به د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ د لومړي ځل لپاره د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist