Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

پلازمېنې کابل او د هېواد په نورو سیمو کې د نفتو او ګازو بیې د تېر په پرتله لوړې شوې او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شوي.

د کابل ښار د تېلو او مایع ګازو پلورنې د یوه پمپ سټېشن کارکوونکي وايي، د بیو له لوړېدو راهیسې یې پېرودونکي کم شوي.

په کابل ښار کې یو شمیر موټرچلوونکي بیا وايي، پخوا به یې یو لېټر پېټرول، ډیزل او یاهم یو کیلو ګازه په ټیټه بیه رانیول چې ورسره به یې د موټر ورځیني عوایدهم ښه و، خو اوس چې د دغو  توکو بیې لوړې شوې دي، ورسره د دوی د مزدورۍ کچه هم ټیټه شوې او هېڅ نه ورته پاتې کېږي.

موټر چلوونکی عیدمحمد وايي: « وړاندې تېل په ۵۴ افغانۍ وو، موږ ته هم مزدوري جوړېده، خو اوس نرخونه تر ۸۲ افغانیو لوړ شوي او موږ یې له ستونزو سره مخ کړي یو.»

موټر چلوونکی نعمت الله مبارز وايي: « موده وړاندې د تېلو نرخونه له ۵۶ تر ۶۰ افغانیو پورې وو، خو اوس چې ۸۲ افغانیو ته جګ شوي، اوس موږ نه شو کولی خپل لګښتونه پوره کړو. دا چې د تېلو نرخونه ورځ تر بلې لوړېږي، دا به د دوی اقتصاد نور هم اغېزمن کړي.»

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د تېلو او مایع ګازو د بیو کنټرول په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د دوی په خبره، که د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو بیې راټیټې شي، ورسره به  د دوی ورځني عواید لوړ او په اسانۍ سره به وکولی شي خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي.

موټر چلوونکي عید محمد وايي: « له دولت مې غوښتنه ده چې د تېلو نرخونه ټیټ کړي.»

موټر چلوونکی نعمت الله وايي: « له حکومت غوښتنه کوم چې د تېلو او ګازو بیو ته جدي پاملرنه وکړي او نرخونه یې راټیت کړي. هرڅومره چې د تېلو بیې ټیټې شي، نور نرخونه هم ورسره ټيټېږي.»

دا چې په بازارونو کې د تېلو او نفتي توکو د بیو کنټرو ل په تړا  کوم اقدام ترسره شوی که نه، په دې تړاو مو له سوداګرۍ وزارت سره اړیکه ونیو، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت وايي، د بازار د ثبات او د منظمې عرضې د دوام په برخه کې یې خپل  اقدامات چټک کړي دي.

د دې شرکت د چارواکو په خبره، د بازار اړتیاوو د پوره کېدو په موخه هره ورځ لسګونه ټنه مایع ګاز او نفتي توکي د هېواد بېلا بېلو سیمو ته استوي او هڅې یې پیل کړې دي چې د سټراټیژیکو زېرمو د مدیریت، د بازار د دوامدارې څارنې او همدا راز د یادو توکو د منظمې عرضې له لارې د نفتي توکو او مایع ګازو د بیو لا لوړوالي مخه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist