پلازمېنې کابل او د هېواد په نورو سیمو کې د نفتو او ګازو بیې د تېر په پرتله لوړې شوې او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شوي.
د کابل ښار د تېلو او مایع ګازو پلورنې د یوه پمپ سټېشن کارکوونکي وايي، د بیو له لوړېدو راهیسې یې پېرودونکي کم شوي.
په کابل ښار کې یو شمیر موټرچلوونکي بیا وايي، پخوا به یې یو لېټر پېټرول، ډیزل او یاهم یو کیلو ګازه په ټیټه بیه رانیول چې ورسره به یې د موټر ورځیني عوایدهم ښه و، خو اوس چې د دغو توکو بیې لوړې شوې دي، ورسره د دوی د مزدورۍ کچه هم ټیټه شوې او هېڅ نه ورته پاتې کېږي.
موټر چلوونکی عیدمحمد وايي: « وړاندې تېل په ۵۴ افغانۍ وو، موږ ته هم مزدوري جوړېده، خو اوس نرخونه تر ۸۲ افغانیو لوړ شوي او موږ یې له ستونزو سره مخ کړي یو.»
موټر چلوونکی نعمت الله مبارز وايي: « موده وړاندې د تېلو نرخونه له ۵۶ تر ۶۰ افغانیو پورې وو، خو اوس چې ۸۲ افغانیو ته جګ شوي، اوس موږ نه شو کولی خپل لګښتونه پوره کړو. دا چې د تېلو نرخونه ورځ تر بلې لوړېږي، دا به د دوی اقتصاد نور هم اغېزمن کړي.»
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د تېلو او مایع ګازو د بیو کنټرول په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د دوی په خبره، که د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو بیې راټیټې شي، ورسره به د دوی ورځني عواید لوړ او په اسانۍ سره به وکولی شي خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي.
موټر چلوونکي عید محمد وايي: « له دولت مې غوښتنه ده چې د تېلو نرخونه ټیټ کړي.»
موټر چلوونکی نعمت الله وايي: « له حکومت غوښتنه کوم چې د تېلو او ګازو بیو ته جدي پاملرنه وکړي او نرخونه یې راټیت کړي. هرڅومره چې د تېلو بیې ټیټې شي، نور نرخونه هم ورسره ټيټېږي.»
دا چې په بازارونو کې د تېلو او نفتي توکو د بیو کنټرو ل په تړا کوم اقدام ترسره شوی که نه، په دې تړاو مو له سوداګرۍ وزارت سره اړیکه ونیو، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.
د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت وايي، د بازار د ثبات او د منظمې عرضې د دوام په برخه کې یې خپل اقدامات چټک کړي دي.
د دې شرکت د چارواکو په خبره، د بازار اړتیاوو د پوره کېدو په موخه هره ورځ لسګونه ټنه مایع ګاز او نفتي توکي د هېواد بېلا بېلو سیمو ته استوي او هڅې یې پیل کړې دي چې د سټراټیژیکو زېرمو د مدیریت، د بازار د دوامدارې څارنې او همدا راز د یادو توکو د منظمې عرضې له لارې د نفتي توکو او مایع ګازو د بیو لا لوړوالي مخه ونیسي.