Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

د زابل والي شمشاد سره ځانګړې مرکه کې وایي، د پاکستان پوځي رژیم د زابل ولایت اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې هم بریدونه ترسره کړي او دا پر افغان خاوره ښکاره تېری دی.

ملا شېر محمد شریف د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر سیاستونو نیوکه کوي او په خبره یې، پاکستان د افغانستان پر وړاندې پردۍ جګړه مخته بیایي او ټینګار یې کړی چې اختلافونه باید د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ له لارې حل شي.

د زابل والي ملا شیر محمد شریف وايي: « زموږ مشوره دا ده چې که دا جګړې د دوی خپله پالیسي وي یا یې کوم بل څوک پرې تحمیلوي، دا باید پای ته ورسيږي؛ ځکه دا جګړې د یوه هېواد په ګټه هم نه دي. پاکستان باید دا تېروتنه تکرار نه کړي.»

د زابل والي د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي چې له افغانستان سره ټول اختلافونه په زور نه شي حل کېدی بلکې د پاکستان حکومت باید د خبرو او سیاسي تعامل لاره غوره کړي.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د ترینګلتیاوو زیاتوالی، متقابل بریدونه او د کډوالو د بېرته ستنېدو بحران د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له نویو ننګونو سره مخ کړې دي.

د زابل والي په دې اړه وايي: « زموږ مشوره بیا هم دا ده چې دا تېروتنه ونه کړي. موږ پاکستاني پوځیانو ته په ډېر ادب او احترام وایو چې افغانان مه ځوروئ؛ ځکه دوی خپل بدل چاته نه پرېږدي او هر وخت یې چې لاس بر شي، اخلي یې.»

د زابل والي دغه راز وایي،  د دې ولایت په ځیینو ولسوالیو کې د اقلیم د بدلون او د کلونو وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې اوبه او د کرنې د خړوبولو سرچینې دواړه نږدې ختمې شوې دي.

ملا شریف دا وضعیت د سیمې لپاره یو له تر ټولو جدي ننګونو څخه بولي، خو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د اوبوکمښت ستونزه حل شي.

د والي په خبره ، د اوبو کمښت ستونزې د حل لپاره په مرکز قلات کې نهه د اوبو کوچني شبکې جوړې او ګټه اخستنې ته سپارل شوې دي. همدارنګه د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې اوس هم د پاکو اوبو ۲۳ شبکې تر کار لاندې دي.

ملا شیر محمد شریف زیاتوي: « د زابل خلک مالدار دي، خو وچکالیو سخت ځپلی. که چېرې دې خلکو ته د اوبو  او ځمکو بندوبست وشي، کله به هم چا ته د شکایت موقع ورنه کړي. اکثریت خلک له لرې پرتو سیمو مرکزونو ته راکډه شوي، خو مرکزونو کې هم د اوبو کچه ټیټه شوې. موږ په زابل کې دا قلیمي بدلون له امله ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

د نوموړی په خبره، د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۹ پروژې بشپړې شوې چې د کاریزونو پاکول، کوچني پل چکونو جوړول او استنادي دیوالونه په کې شامل دي.

زابل د هېواد په جنوب کې پروت یو له هغو ولایتونو دی چې د پاکستان پوځ ترکنټرول لاندې سیمو او بلوچستان سره تړلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist