Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې

د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه تازه راپور په خپرولو سره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ نزول او ځوړ حالت ته اشاره کړې.

په راپور کې د پاکستان د ګمراکاتو ادارې د ارقامو له مخې راغلي چې د دواړو هېوادونو سوداګري په روان مالي کال کې تر ټولو ټیټه کچه تجربه کړې چې په لړ کې یې یوازې د ۳۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت تجارت شوی او د توکو ۱۱زره کانټینره تبادلات شوي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وړاندې د تجارت دغه کچه ۸۹ زره کانټینر ښودل شوې چې ارزښت یې پنځه میلیارد امریکايي ډالر کېده.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټ حالت تجربه کړی. د روان مالي کال په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۳۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۱زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټه شوې. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې دغه کچه په کلني ډول د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.»

که څه هم ورځپاڼې یې لاملونه په بشپړ ډول د لارو تړل کېدل او له پاکستان څخه ایران او مرکزي اسیا هېوادونو ته د افغانستان د سوداګرۍ پام اړول یاد کړي، خو معلومات ښيي چې د سواګرۍ د کچې راټیټېدل د لارو له  تړل کېدو وړاندې په ۲۰۲۳کال پیل شوي.

د اسلامي امارت د واک دویم کال بیا له پاکستان سره د سوداګرۍ لوړ حد بلل شوی چې په کې د شاوخوا اووه میلیارد ډالرو تجارت شوی او تر۱۰۰زرو زیات کانټینرونه تبادله شوي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریش وايي: « حل لاره دا ده چې دواړه هېوادونه باید تجارت له سیاست څخه بېل کړي، لارې خلاصې وساتي او اپټا تړون عملي کړي.»         

د چارو شنونکي که څه هم د پاکستان لار د نورو لارو په پرتله ارزانه او لنډه یادوي، خو وايي په دې نه ارزي چې افغانستان دې د پاکستان پر هرې نادودې او غیراصولي کړنې خاموش پاته شي او له نورو سره د سوداګرۍ د غوړېدا چانسونه له لاسه ورکړي.

د دوی په باور، په تجارت کې راغلی کثر او کمښت یوازې د پاکستان د ناسمو اقتصادي پالیسیو زیږنده دی او ترهغو چې دا هېواد اقتصادي مسایل له سیاست څخه بېل نه کړي او له دې مسئلې پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، دوه اړخیزه سوداګري بېرته خپل تېر حالت ته نه شي ستنېدای.

اقتصاد پوهان د دې ستونزې لنډه او اسانه حللار په ۲۰۱۰زېږدیز کال کې د اپټا یا د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون عملي کېدل ګڼي چې په کې د اقتصادي خنډونو پر لرې کولو تاکید شوی.

د اقتصادي چارو شنونکی استاد سیدمسعود وايي: «  موږ دا مهال د خپل بهرني تجارت ۵۶ سلنه چې تر ډېره  مو له څلورو هېوادونو پاکستان، ایران، ترکمنستان او چین سره درلود، اوس د پاکستان په حذف کېدو سره ایران ته ور زیات شوی. هغه څه چې له دې وړاندې موږ پاکستان څخه واردول، اوس یې له قزاقستان او اوزبېکستان څخه واردوو. نو زما په اند، ډېر زیان پاکستان ته اوښتی.»

دا داسې مهال ده چې له پاکستان سره د اړیکو تر خرابېدو وروسته، اسلامي امارت په تېر اکټوبر کې له دې هېواد سره د هراړخیزو اړیکو پرېکون اعلان کړ او سوداګري یې ورسره په ټپه ودروله.

اوسني حکومت تر هغه وروسته پر بدیلو لارو غور وکړ او له ایران او مرکزي اسیا سره یې د سوداګریزو اړیکو د ودې هڅې پیل کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist