د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه تازه راپور په خپرولو سره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ نزول او ځوړ حالت ته اشاره کړې.
په راپور کې د پاکستان د ګمراکاتو ادارې د ارقامو له مخې راغلي چې د دواړو هېوادونو سوداګري په روان مالي کال کې تر ټولو ټیټه کچه تجربه کړې چې په لړ کې یې یوازې د ۳۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت تجارت شوی او د توکو ۱۱زره کانټینره تبادلات شوي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وړاندې د تجارت دغه کچه ۸۹ زره کانټینر ښودل شوې چې ارزښت یې پنځه میلیارد امریکايي ډالر کېده.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټ حالت تجربه کړی. د روان مالي کال په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۳۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۱زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټه شوې. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې دغه کچه په کلني ډول د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.»
که څه هم ورځپاڼې یې لاملونه په بشپړ ډول د لارو تړل کېدل او له پاکستان څخه ایران او مرکزي اسیا هېوادونو ته د افغانستان د سوداګرۍ پام اړول یاد کړي، خو معلومات ښيي چې د سواګرۍ د کچې راټیټېدل د لارو له تړل کېدو وړاندې په ۲۰۲۳کال پیل شوي.
د اسلامي امارت د واک دویم کال بیا له پاکستان سره د سوداګرۍ لوړ حد بلل شوی چې په کې د شاوخوا اووه میلیارد ډالرو تجارت شوی او تر۱۰۰زرو زیات کانټینرونه تبادله شوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریش وايي: « حل لاره دا ده چې دواړه هېوادونه باید تجارت له سیاست څخه بېل کړي، لارې خلاصې وساتي او اپټا تړون عملي کړي.»
د چارو شنونکي که څه هم د پاکستان لار د نورو لارو په پرتله ارزانه او لنډه یادوي، خو وايي په دې نه ارزي چې افغانستان دې د پاکستان پر هرې نادودې او غیراصولي کړنې خاموش پاته شي او له نورو سره د سوداګرۍ د غوړېدا چانسونه له لاسه ورکړي.
د دوی په باور، په تجارت کې راغلی کثر او کمښت یوازې د پاکستان د ناسمو اقتصادي پالیسیو زیږنده دی او ترهغو چې دا هېواد اقتصادي مسایل له سیاست څخه بېل نه کړي او له دې مسئلې پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، دوه اړخیزه سوداګري بېرته خپل تېر حالت ته نه شي ستنېدای.
اقتصاد پوهان د دې ستونزې لنډه او اسانه حللار په ۲۰۱۰زېږدیز کال کې د اپټا یا د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون عملي کېدل ګڼي چې په کې د اقتصادي خنډونو پر لرې کولو تاکید شوی.
د اقتصادي چارو شنونکی استاد سیدمسعود وايي: « موږ دا مهال د خپل بهرني تجارت ۵۶ سلنه چې تر ډېره مو له څلورو هېوادونو پاکستان، ایران، ترکمنستان او چین سره درلود، اوس د پاکستان په حذف کېدو سره ایران ته ور زیات شوی. هغه څه چې له دې وړاندې موږ پاکستان څخه واردول، اوس یې له قزاقستان او اوزبېکستان څخه واردوو. نو زما په اند، ډېر زیان پاکستان ته اوښتی.»
دا داسې مهال ده چې له پاکستان سره د اړیکو تر خرابېدو وروسته، اسلامي امارت په تېر اکټوبر کې له دې هېواد سره د هراړخیزو اړیکو پرېکون اعلان کړ او سوداګري یې ورسره په ټپه ودروله.
اوسني حکومت تر هغه وروسته پر بدیلو لارو غور وکړ او له ایران او مرکزي اسیا سره یې د سوداګریزو اړیکو د ودې هڅې پیل کړې.