Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/19

له افغانستان سره د بریټانیا د کلنۍ بشري مرستې له اعلان وروسته، دا ځل اروپايي اتحادیې له افغانستان سره د نږدې همکاریو پر دوام ټینکار کړی.

د دې اتحادیې ویاند ویلي، اورپايي اتحادیه  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی کوي او ژمنه کوي چې د افغانستان په تړاو به نړیوالو فورمونو او د دوحې بهیر په راتلونکو پړاوونو کې همکاري وکړي. انور العنوني پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې افغانستان هېر نه کړي.

نوموړي زیاته کړې: « اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکنې هرکلی کوي. موږ به له هغې سره نږدې همکاري وکړو. موږ په کابل او همدا راز په نړیوالو فورمونو، د دوحې پروسې په راتلونکو پړاوونو کې له یوناما سره همکار یو، خو نړیواله ټولنه هم نه باید افغانستان له یاده وباسي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې او په اوسنیو شرایطو کې هم نه باید زموږ هېواد افغانستان هېر کړي. کله چې اروپايي ټولنه او نور هېوادونه دې ډول همکاریو ته چمتو دي، باید له اوسني حکومت سره سیاسي همکارۍ هم تر لاس لاندې ونیول شي، ترڅو د نړیوالې ټولنې د باور او مرستو په جلبولو سره، افغانستان له خپلو اوسنیو اقتصادي ستونزو څخه بریالی را ووځي.»

کارپوهان بیاوايي، داچې اروپايي ټولنې نړۍ هڅولې چې له افغانستان سره نږدې پاتې شي او افغانان دې نه هېروي، له سیاسي او اقتصادي پلوه یو ښه اقدام دی؛ خو په کار ده چې د اروپايي ټولنې ترڅنګ نړیواله ټولنه هم افغانستان سره نږدې پاتې شي او خپلو ریښتینو او عملي همکاریو ته دوام وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « دا چې د دې اتحادیې استازي نړۍ هڅولې چې افغانستان هېر نه کړي، دا یو مثبت او مهم خبر دی او باید هرکلی یې وشي. په ورته حال کې موږ له اروپايي ټولنې غواړو چې نه یوازې له سیاسي ثبات سره مرسته وکړي بلکې د افغانستان په اقتصادي ثبات کې هم خپل کردار اداء کړي او په انساني چارو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.»

ځینې نور بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې د نړیوالو د بندیزونو له امله افغانستان او افغانان سیاسي او اقتصادي انزوا کې بشري مرستو ته اړتیا لري، په کار ده چې اروپايي ټولنه او نړیوال هېوادونه له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې جدي توجه وکړي.

دوی وايي، یو ارام، باثباته او پر خپل ځان بسیا افغانستان نه یوازې دا چې د افغانانو په ګټه دی بلکې د نړۍ او سیمې په ګټه هم دی.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « نه یوازې اروپايي ټولنه بلکې نړیواله ټولنه هم باید افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د افغانستان خلک دا مهال بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري او باید لاسنیوی یې وشي. زما په اند، په افغانستان کې دایمې ثبات او امنیت نه یوازې د افغانانو په ګټه دی بلکې د ټولې نړۍ په ګټه هم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د نا تایید شویو راپورونو له مخې، د اروپايي اتحادیې ځینې هېوادونه له کابل سره دې هوکړې ته رسېدلي چې خپلو هېوادونو کې افغان ډېپلوماټان ومني او همدا راز په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې به خپلې همکارۍ  سره زیاتې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist