له افغانستان سره د بریټانیا د کلنۍ بشري مرستې له اعلان وروسته، دا ځل اروپايي اتحادیې له افغانستان سره د نږدې همکاریو پر دوام ټینکار کړی.
د دې اتحادیې ویاند ویلي، اورپايي اتحادیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی کوي او ژمنه کوي چې د افغانستان په تړاو به نړیوالو فورمونو او د دوحې بهیر په راتلونکو پړاوونو کې همکاري وکړي. انور العنوني پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې افغانستان هېر نه کړي.
نوموړي زیاته کړې: « اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکنې هرکلی کوي. موږ به له هغې سره نږدې همکاري وکړو. موږ په کابل او همدا راز په نړیوالو فورمونو، د دوحې پروسې په راتلونکو پړاوونو کې له یوناما سره همکار یو، خو نړیواله ټولنه هم نه باید افغانستان له یاده وباسي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې او په اوسنیو شرایطو کې هم نه باید زموږ هېواد افغانستان هېر کړي. کله چې اروپايي ټولنه او نور هېوادونه دې ډول همکاریو ته چمتو دي، باید له اوسني حکومت سره سیاسي همکارۍ هم تر لاس لاندې ونیول شي، ترڅو د نړیوالې ټولنې د باور او مرستو په جلبولو سره، افغانستان له خپلو اوسنیو اقتصادي ستونزو څخه بریالی را ووځي.»
کارپوهان بیاوايي، داچې اروپايي ټولنې نړۍ هڅولې چې له افغانستان سره نږدې پاتې شي او افغانان دې نه هېروي، له سیاسي او اقتصادي پلوه یو ښه اقدام دی؛ خو په کار ده چې د اروپايي ټولنې ترڅنګ نړیواله ټولنه هم افغانستان سره نږدې پاتې شي او خپلو ریښتینو او عملي همکاریو ته دوام وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « دا چې د دې اتحادیې استازي نړۍ هڅولې چې افغانستان هېر نه کړي، دا یو مثبت او مهم خبر دی او باید هرکلی یې وشي. په ورته حال کې موږ له اروپايي ټولنې غواړو چې نه یوازې له سیاسي ثبات سره مرسته وکړي بلکې د افغانستان په اقتصادي ثبات کې هم خپل کردار اداء کړي او په انساني چارو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.»
ځینې نور بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې د نړیوالو د بندیزونو له امله افغانستان او افغانان سیاسي او اقتصادي انزوا کې بشري مرستو ته اړتیا لري، په کار ده چې اروپايي ټولنه او نړیوال هېوادونه له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې جدي توجه وکړي.
دوی وايي، یو ارام، باثباته او پر خپل ځان بسیا افغانستان نه یوازې دا چې د افغانانو په ګټه دی بلکې د نړۍ او سیمې په ګټه هم دی.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « نه یوازې اروپايي ټولنه بلکې نړیواله ټولنه هم باید افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د افغانستان خلک دا مهال بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري او باید لاسنیوی یې وشي. زما په اند، په افغانستان کې دایمې ثبات او امنیت نه یوازې د افغانانو په ګټه دی بلکې د ټولې نړۍ په ګټه هم دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د نا تایید شویو راپورونو له مخې، د اروپايي اتحادیې ځینې هېوادونه له کابل سره دې هوکړې ته رسېدلي چې خپلو هېوادونو کې افغان ډېپلوماټان ومني او همدا راز په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې به خپلې همکارۍ سره زیاتې کړي.