Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ پر کرنیزو ځمکو د چرسو بوټي کښت صفر ته راښکته شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/13

په تیرو شلو کلونو کې د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ پر ۹۰ سلنه کرنیزو ځمکو چرس کرل کیدل،خو اوس دا کچه صفر شوې ده.

د یادې ولسوالۍ  ولسوال ظاهرګل وایي، خلکو د دوی پر غوښتنه د نشه یي توکو له کرلو ډډه کړې او اسلامي امارت باید ورسره مرسته وکړي. 

هغه زیاته کړه:« د چرسو موضوع پای ته رسیدلې. دلته نور بیا څوک نشه یي توکي نه کري صفر شوي دي،خلک یې د بدیل غوښتنه کوي.موږ ورسره ژمنه کړې ده،چې دوی ته به ورکول کېږي.» 

بزګران هم وایي، د اسلامي امارت پر غوښتنه یې سږ کال خپلو ځمکو کې نشه یي توکي نه دي کرلي او باید د زعفرانو او یا داسې نورو حاصلاتو تخم په واک کې ورکړل شي،چې اریوب ځاځیو ولسوالۍ  کې یې پایله ښه وي. 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو تن بزګر وايي:« مخکې دلته ټولو بزګرانو چرس کرل، سږ کال د نشه یي توکو کرل بند شوي او خلکو لوبیا،کچالو او جوار کرلي دي.»

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو بل بزګر بیا وايي:« د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې دي،حکومت کولای شي،چې زعفران او یا نور د داسې حاصلاتو تخم بزګرانو ته ورکړي، چې دلته یې پایله مثبته وي.» 

بزګران همدا راز وایي، د وچکالۍ له کبله یې ډېری ځمکې شاړې شوي او په کمه برخه یې لوبیا، کچالو او جوار کرل شوي دي. 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو تن بزګر وايي:« د خلکو ځمکې کمې دي. یو یا دوه پټي لري،چې لوبیا او جوار یې پرې کرلي،نور خو حکومت سږ کال چرسو کرل بند کړل. وچکالي ده.که نور څه وکري،ګټه نه کوي.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو بل بزګر بیا وايي:« دا لښتي او خوړونه وګوره! مخکې به اوبه په کې راتلې، خو اوس وچ دي. موږ د اوبو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، اسلامي امارت دې د نشه یي توکو نه کرلو په بدل کې د بیارغونې بېلابېلې پروژې ورکړي،ترڅو یو شمیر کسان په کې پر روزګار بوخت شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist