Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت وايلي، دا نوښت کولی شي نړیواله سوداګري اسانه او په سیمه کې د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي.

یاد وزارت وړاندې ویلي، د دری واړو هېوادونو چارواکو د ایران په مشهد ښار د غونډې پرمهال د ټرانزیټي دهلېزونو پر فعالولو، د سوداګریزې راکړه ورکړې پر زیاتولو او د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا هم خبرې کړې.

د «ټرېنډ» خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرانزیټ او د سړک له لارې د سوداګریزو مالونو د لیږد په اړه دا درې اړخیزه غونډه کولی شي په سیمه کې د نوو لوجسټیکي لارو د پراختیا لپاره یو مهم پرمختګ وي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: « دا همکاري د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د خپل ټرانزیټي ظرفیت د اغېزناکې  ګټنې لپاره د ایران له پراخې سټراټیژۍ سره همغږي لري.

ایران په وروستیو کلونو کې د شمال – سوېل نړیوال ټرانزیټي دهلېز (INSTC)، د چابهار بندر، د ختیځو سرحدي لارو او د اورګاډي پټلۍ په پروژو کې خپلې پانګونې زیاتې کړې دي، ترڅو ځان د سیمې د یوه مهم ټرانزیټي مرکز په توګه مطرح کړي.»

راپور کې دغه راز ویل شوي چې د دری واړو هېوادونو چارواکو د جولای په ۱۴مه او ۱۵مه د ایران په مشهد کې غونډه کړې  او په کې د سړک له لارې د سوداګریزو  مالونو د لېږد په برخه کې د دری اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې.

راپور کې راغلي، دا غونډه د درېیو هېوادونو د ګډو ظرفیتونو د اغېزناکې  استفادې، د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، په نړیوالو ټرانزیټي دهلېزونو کې د سیمې د رول د لوړولو او د ټرانزیټي زېربناوو د پراختیا په لور، یو مهم ګام بلل کېږي.

راپور کې وړاندې ویل شوي چې له افغانستان او تاجیکستان سره د سړک له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد پراختیا کولې شي د ایران له دې سټراټیژۍ  سره مرسته وکړي.

 

افغان اقتصادي شنونکي هم دا غونډه مهمه بولي او وايي، که په دې تړاو شوې پریکړې عملي شي، نو نه یوازې د سیمې په کچه به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې موجود محدودیتونه له منځه ولاړ شي بلکې افغانستان به هم وکولی شي د سیمې په کچه خپله سوداګري پراخه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « د تجارت او ټرانزیټ له پلوه د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان رول ډېر مهم، ارزنده او برجسته دي. همدا لامل دی چې هم د مرکزي اسیا هېوادونه، هم ایران او هم هند او چین هڅه کوي داسې لارې پيدا کړي چې د افغانستان له لارې دغه هېوادونه سره وصل شي.»

دا غونډه داسې مهال کیږي چې افغانستان هم د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.

دا هڅې وروسته له هغې لا چټکې شوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګریزې اړیکې له منځه لاړې.

د شنونکو په خبره، افغانستان تر ډېره په خپلو دغو هڅو کې بریالی و او د منځنۍ اسیا له ډېرو هېوادونو سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه په بې ساري ډول پراخه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist