Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

د جولای له لسمې نېټې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د جبري شړلو پراخ عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو  د ایستلو په روان بهیر کې هغه ۱۳ زده کړیالان هم نیولي چې د طبي تخصصي زده کړولو لپاره دې هېواد ته ورغلي وو .

 دغه زده کړیالان وايي،  نږدې یو کال وړاندې یې د وېزو تمدید او یا نویو وېزو ترلاسه کولو لپاره غوښتلیکونه سپارلي،  خو  په اړه یې لا هم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د دوی په خبره، دوی د رسمي تحصیلي بورسونو له لارې پاکستان ته راغلي، خو د دې هېواد حکومت یې له افغانستان سره د سیاسي مخالفت له امله ځوروي او  د وېزو تمدید یې ورته ځنډولی دی.  

افغان محصل احمد جاوید نصرت یار وايي: «  له افغانستان څخه ګڼو ډاکټرانو له بېلابېلو لارو او ازموینو څخه د پاکستان تخصصي برنامو ته لاره پیدا کړې، خو له هغه راهیسې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې، د هغو ډاکټرانو وېزې نه غځول کېږي چې له وخت څخه تېرې شوې دي.»

د  ۱۳ افغان زده کړیالانو  پر وړاندې د پاکستاني حکومت وروستی ناسم چلن داسې مهال رامنځته کېږي چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې د دې هېواد په پنجاب ایالات کې پولیسو دوه  افغان ډاکټران  او شاوخوا شل افغان زده کړیالان چې په طب برخه کې یې زده کړې کولې، هم ونیول .

افغان محصل په دې اړه وايي: « تېره شپه له بهاولپور څخه ۱۰ تنه افغان ډاکټران له ټرېننګ څخه و ایستل شول . همدارنګه د سایوال په زېله کې هم څلور تنه ډاکټران چې په بېلابېلو څانګو کې په تخصص باندې بوخت وو، د ټرېننګ د بندولو امر ورته شوی او روغتون یا لیلیې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.»

د کډوالۍ چارو فعالان وايي، له هغو زده کړیالانو سره  ناقانونه چلن چې د اوسېدونې اسناد یې تر اروزنې لاندې وي، د نړیوالو بشري قوانینو هغه اصول تر پښولاندې کوي چې حکومتونه یې په اړه ژمنتیا لري .

د چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « له بده مرغه پاکستاني چارواکي د افغانانو په تړاو هېڅ ډول اصول او قوانین نه رعایتوي. دوی هغه محصلین هم نیسي چې دوی خپله وېزه ورکړې او ور غوښتي یې دي. که موږ ووایو چې دا کار د اصولو خلاف دی، دوی اصول نه مني، ځکه دوی د غربي نړۍ له ملاتړ برخمن دي.»

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو، د نیولو  او جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او  د اخراج په روان بهیر کې یې هغه زده کوونکي، زده کړیالان او ډاکټران هم شامل دي چې د قانونې پروسې له لارې دې هېواد ته د زده کړو او یا هم تخصص لپاره ورغلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي
افغانستان

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي

جولای 16, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي

جولای 16, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist