د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهنګانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد. دا سیالۍ چې د لومړي ځل لپاره له کابل څخه بهر د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې، د ملي لوبغاړو په شتون کې د هېواد د پنځو زونونو اړوند لوبډلو په کې ګډون درلود.
د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولین وایي، شپږیزه کرېکټ لیګ د کورني کرېکټ تر ټولو سترې سیالۍ دي چې د ځوانو او بااستعداده لوبغاړو د موندنې او روزنې لپاره غوره فرصت بلل کیږي.
د افغانستان کورني کرېکټ مسوول جار عبدالرحیم زی وايي: « که تاسو وګورئ زموږ په هره شپږیزه لیګ کې نوي ځوانان را پورته کېږي، له راشدخان نیولې تر نور احمد او غضنفر پورې ټول هلکان له همدې شپږیزې راغلي دي.»
ننداره کوونکي نصیرالله احمدي وايي: « موږ له جاني خېلو ولسوالۍ څخه د شپږیزې فاینل لوبې ته راغلي یو. موږ ډېر خوښ یو او غوښتنه کوو چې شپږیزه هر کال په خوست کې ترسره شي.»
ننداره کوونکی خیرالله وايي: « زه ډېر خوښ یم چې نن د خپل ملي ټیم لوبغاړي له نږدې ګورم او هڅوم یې.»
بله خوا، د کرېکټ لوبې مینهوال په ولایتونو کې د دغو سیالیو ترسره کېدل یو مهم ګام بولي او زیاتوي چې له دې سره به نړیوالو ته د افغانستان یو ښه او ښکلی تصویر وړاندې شي. دوی همدا راز له مسوولو ادارو غواړي چې د لوبغالو او اړوندو اسانتیاوو د پراختیا لپاره لا ډېرې پانګونې وکړي.
کرېکټ مینه وال په دې اند دي چې د هېواد د ښه امنیت او د کرېکټ د پرمختګ له امله به افغانستان وکولی شي په نږدې راتلونکي کې د نړیوالو کرېکټ لوبډلو کوربه توب هم وکړي.
ننداره کوونکی خاورې ظاهر جان وايي: « له هغې ورځې چې افغانستان کرېکټ پيل کړی، زه یې تعقیبوم او د شپږیزې لیګ بیا ډېر مینه وال یم.»
د کرېکټ مینه وال لونګ مسرور وايي: « له کرېکټ بورډ هیله لرم چې د خوست خلکو مینې ته په کتو، لوی میدانونه او لوبغالي جوړ کړي.»
ننداره کوونکی هدایت الله وايي: « موږ غواړو چې د خوست کرېکټ لوبغالی پراخ شي او د نړۍ لوبغاړي راشي او دلته لوبې وکړي.»
شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ چې په لومړي ځل خوست کې ترسره شوې، د زرګونه ننداره کوونکو د ګډون له امله هم د نورو کالونو په پرتله خورا متفاوتې وې. دا سیالۍ چې د افغانستان د کورني کرېکټ تر ټولو مهمې سیالۍ ګڼل کېږي، هر کال د افغانستان د کرېکټ د بېلابېلو ملي لوبډلو لپاره د نویو استعدادونو په پېژندنه کې مهم رول لوبوي او خلک هیله من دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کېدل به یې په هېواد کې د کرېکټ لوبې غوړیدا کې لا ډېره مرسته وکړي.