Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

د جنسیتي همغږۍ ډلې(جي‌سي‌جي) او د بشري لاسرسي کاري ډلې په یوې ګډې څېړنیزې سروې کې موندلې چې په افغانستان کې د ښځو پرکار د بندیز له امله، ملي او نړیوال بشري مرستندویه بنسټونه او سازمانونه د فعالیتونو له یو شمېر ننګونو او محدودیتونو سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو دغه سروې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د شاوخوا ۱۲۲ موسسو څخه بشپړه کړې چې ۱۰۲ یې کورنۍ نادولتي موسسې، ۱۴ یې نړیوالې موسسې او ۶ یې د ملګروملتونو اړوند ادارې دي.

په سروې کې ۴۵ سلنه موسسو او مرستندویه بشري سازمانونو له ډلې تایید کړې چې په کاري فعالیتونو کې یې ښځې او نارینه شامل دي؛ خو ۲۸ سلنه خیریه بنسټونو او موسسو بیا د ښځو فعال حضور محدود بللی حال دا چې ۱۴ سلنه نورو بیا په خپلو فعالیتونو کې د ښځو ونډه په بشپړه رد کړې ده.

د جنسیتي همغږۍ او د بشري لاسرسي کاري ډلې د ګډې سروې یوه برخه کې راغلي: « په پنځم پړاوو سروې کې د ښځو کاري بندیزونو او جنسیتي محدودیتونو اغېزې ارزول شوی او د دې څېړنه شوې چې د دې بندیزونو پرعملي کېدو سره، کورنیو نادولتي موسسو، نړیوالو موسسو او د ملګروملتونو اړوند  مرستندویه ادارو پر فعالیتونو څه اغېز لري؟»

په سروې کې ۷۵ سلنو خیریه موسسو بیا د هغو شرایطو پربنسټ د ښځو ګډون تایید کړی چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکروزارت  له لوري یې پرعملي کولو سپارښتنې شوې. دغه راز، ۳۴ سلنه خیریه بنسټونو بیا د یاد وزارت د څارفعالیتونو ته زمینه چمتوکړې ده.

په ورته مهال، اسلامي امارت وايي، ټولو افغان مېرمنواو نجونو ته یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ خپل حقونه ورکړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « زه په صراحت سره وایم چې افغانستان کې د ښځو حقونه له شرعي پلوه تأمین دي. هر هغه حقونه چې اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي، د افغانستان اسلامي امارت ورته ژمن دی.»

د چارو شنونکي بیا د افغان مېرمنو پر کار د بندیز په اړه متفاوت لیدلوري لري. دوی وايي،   که څه هم نړیوال سازمانونه ښځو کاري محدودیتونه د سیاسي موخو لپاره تعقیبوي، خو په ورته مهال یې د افغانستان موجوده وضعیت او اقتصادی کړکېچونو یو ستر زیان هم ګڼي چې د دوام له امله یې اقتصادي ناورینونه پراخېدلی شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زه اسلامي امارت ته وایم چې موږ ټول انسانان له همدې ښځو زیږېدلي یو؛ دوی زموږ میندې، خوندې، لوڼې او مېرمنې دي.»

د جنسیتي همغږۍ او د بشري لاسرسي کاري ډلو د پنځم پړاوو په سروې کې دا هم ویل شوي چې په افغان ټولنه کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو یو بل ستر لامل، د نړیوالو بشري مرستو کمېدل دي چې دوام یې میلیونونه ښځې او ماشومان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی
افغانستان

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې
افغانستان

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist