Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي د واخان کورېډور د سړک جوړونې چارو ژر بشپړولو په تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه د جدي حکم له صادرېدو خبر ورکوي.

د بدخشان والي ویلي، د واخان سړک جوړونې پروژه د دوی  له لومړیتوبونو څخه ده او په دې تړاو د اسلامي امارت رهبر ځانګړی حکم صادر کړی چې د واخان کورېډور سړک جوړونې چارې دې  ژر تر ژره بشپړې او دغه پروژه دې ګټه اخستنې ته وسپارل شي.

مولوي محمد اسماعیل غزنوي زیاته کړې: « دا یوه ستره پروژه ده، ځینې فکر کوي چې ښايي کارونه یې لا نوي پيل شوي دي، خو د امیرالمومنین له لوري د دې لارې د پروژې ژر بشپړېدو لپاره ځانګړی او عاجل حکم صادر شوی چې ژر تر ژره دې د واخان کورېډور سړک جوړونې چارې بشپړې او ګټه اخستنې ته دې وسپارل شي.»

اقتصاد پوهان بیا وايي چې واخان کوریډور د توکو لېږد رلېږد او همدا راز په لوړه کچه ټرانزیټ په برخه کې نه یوازې افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره ځانګړی ارزښت او اهمیت لري.

دوی وايي، د دې کوریډور په فعالیتو سره به سوداګر د سیمه ییزو بازارونو ترڅنګ، نړیوالو بازارتونو ته اسانه او ارزانه لاس رسی پیدا کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خانجان الکوزی وايي: « د افغانستان لپاره یې ځانګړی اهمیت دا دی چې موږ به د کراچۍ، بندرعباس او چابهار له ستونزو او احتیاج خلاص شو؛ ځکه له دې لارو چین سره زموږ تجارت ډېر قېمته تمامېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « واخان دهلېز د افغانستان او سیمې لپاره ډېر مهم دی؛ که دا دهلېز فعال او موږ له چین سره وصل شو، نه یوازې افغانستان ته به په اقتصادي برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ولري بلکې پر کراچۍ او نورو بندرونو به زموږ اتکا په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. واخان دهلېز نه یوازې افغانستان بلکې سیمې ته هم ګټه لري.»

ځينې نور بیا وايي چې دا کورېډور د افغانستان لپاره له اقتصادي پلوه سټراټيژیک اهمیت لري او  په فعالېدو سره به یې په اسانه توګه منځنۍ او سوېلي اسیا سره وصل شي او همدا راز به افغان سوداګر اروپايي بازارونو ته هم لار پیدا کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر صادق حمیدزوی وايي: « واخان کوریډور د افغانستان لپاره سټراټیژيک اهمیت لري، هم د اقتصاد، هم د سوداګرۍ او هم امنیت له پلوه. دا کوریډور کولی شي جنوبي او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او موږ کولی شو اروپا ته هم له دې لاره لار پیدا کړو. همدارنګه دا د سمندري لارو یو معقول بدیل دی.»

په ټوله کې باور دا دی چې واخان کوریډور د کراچۍ بندر او همدا راز بحر ته د افغانستان د لاس رسي نه لرلو ښه بدیل دی او له دې سره به د افغانستان سوداګري او اقتصاد پرمختګ وکړي.

شنونکي وايي، واخان نړیوالو او سیمه ییزو بازارونو ته د لاس رسي لنډه لار ده او د نورو هغو په پرتله سوداګرو لپاره ارازنه تمامېږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خانجان الکوزی په دې اړه وايي: « واخان دهلېز د افغانستان، چین او سیمې لپاره ډېر مهم دهلېز دی. دا د ورېښمو پخوانۍ لاره ده او اهمیت یې په دې کې دی چې واټن یې لنډ دی، هم خلیج او هم ترکیې ته له دې لارې تګ راتګ کېدای شي. دا لاره د چین د هغې پروژې په پرتله ډېره لنډه ده چې دوی غواړي د «یوه کمربند او یوې لارې» په نامه یې جوړه کړي.»

د معلوماتو له مخې، په دوه برخو کې د واخان کوریډور د سړک جوړونې چارې روانې دي چې د کتوونکو په باور،  د دې پروژې په تکمیل سره به افغانستان له دې لارې له چین سره وصل او د سوداګرۍ ټرانزیټ او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو لپاره به نوی باب پرانستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی
افغانستان

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې
افغانستان

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist